روزګان: د ماين چاودني ۱۵ كسه مړه او ټپيان كړل

34 | اکتوبر 14th, 2008


پر يوه مني بس موټر باندي د ماين چاودني له امله نهه كسه مړه او شپږ نور ټپيان سول. پېښه د سې شنبې په ورځ د روزګان په ولايت كي رامنځته سوې چي د چارواكو په وينا هدف يې افغان پوليس ول.
د روزګان ولايت د پوليسو مشر جمعه ګل دا كار د هيواد د دښمنانو كار بللى، چي حكومتي چارواكي يې معمولاً د طالبانو دپاره كاروي.

Copyright Larawbar 2007-2024