کور / تازه خبرونه / د تښتول سوي پولنډي انجينر ويډيو خپره سوه

د تښتول سوي پولنډي انجينر ويډيو خپره سوه



د قبايلي طالبانو له خوا د تښتول سوي پولنډي انجينر ويډيو خپره سوه.
په سيمه ايزو جامو ملبس بهرنۍ انجينر چي په يوه غرنۍ سيمه كي ناست دئ، د پولنډ له حكومت او ټولو ليدونكو څخه غوښتنه كوي چي د خلاصون دپاره يې د پاكستان په ټولو محبسونو كي طالب بنديان خوشي كړي.
نوموړي له خپل حكومت څخه غوښتي چي د دې موخي دپاره د پاكستان پر حكومت فشار واچوي.
د پولنډ په هيواد پوري اړوند دغه انجينر چي د تېلو د را ايستلو له يوې كمپنۍ سره يې كار كاوه، د سپټمبر پر ۲۸ – مه نېټه د اټك له سيمي څخه نا معلومو وسله والو وتښتاوه، چي وروسته يې قبايلي طالبانو مسئوليت پر غاړه واخيست.