کور / راپور / دافغانستان دخاوري نيمی برخه دطالبانوپه لاس کې دی !

دافغانستان دخاوري نيمی برخه دطالبانوپه لاس کې دی !

            دانټرنيټ دفارسی منابعوڅخه


                       ژبارونکی : عزيزاحمد خوارمل


 


          ډلی تلګراف وليکل:نړيوال ګزارشونه دافغانستان دامنيتي وضعی په هکله دډېروتراخه واقعيتونوښکارندوی دی  ،اوددی ګزارشونو پربنسټ باندی طالبان دااوس مهال دافغانستان په ډېرو سيموکښې تل پاتی شتون لری اودغه خطر موجود دی چې ټول  هيوادبه بل ځل دطالبانودډلی په لاس کې  ور ولويږی


            ډلی تلګراف چې د لندن دډېرووتلو ورځپاڼوڅخه ګڼل کيږی ،ددی ګزارشونوپربنسټ يې وی ليکل  : په دی اوس مهال کښې دافغانستان دهيوادډېرأرامه  سيمی دطالب ښورښيانوترکنترول لاندی دی اوطالبان دافغانستان دخلکوپه ذ‌هنونوکښې ورځ په ورځ ډېرسياسي مشروعيت  ترلاسه کوی ،اودطالبانوځای پرځای کيدل په دغوسيموکښې دټرويسټی غلچکی يرغلونودپای ته رسيدوسره، ملګري دی ،اوپه همدی ډول سره په دغوسيمو کښې أرامتيا رامنځته کوي


           يوشميررسمی ګزارشونه ددی ښکارندوی دی چې طالبان په افغانستان کې دا اوس مهال په سلوکښی (۵۴) څلورپنځوس فيصده ترنيمايي زياته برخه خاوره په خپل لاس کې،اوترخپل واک اوکنترول لاندی لری ،اودطالبانوپه وړاندی دجګړی اومبارزی دپاره بايد دناټوځواکونه دوبرابره (۸۰)اتيا زرو سربازانوته ورسيږی چې (۷۱) يواوويازره يې دناټودغړوهيوادونوڅخه  به جوړسی اوپاته (۹) نهه زره تنه نوريې سربازان بايدداسلامی هيوادونوپه وسيله جوړاوراټول سی  .


         ددی ورځپاڼی دليکل سوی مطلب پربنسټ،په داهسی حال کې چې دامريکا اوانګليس هيوادونه دطالبانوپرضد په مبازری اوپه جګړی کې مستقيمه  برخه لری او دناټوديوشميرغړوهيوادونوڅخه هم دغسی  تم کيدل چې په دی مبارزه اوجګړی کې دی په ښه توګه سره برخه واخلی ، مګرهاسی ونه شو،اواوسنی روان امنيتی وضعه يې دناټو د هغوغړوهيوادونوپرغاړه ورواچول اوپردوی يې  ور وتپل چې دوي وسميی ته خپل سربازان نه ليږی اوپه ښه توګه په جګړی کې برخه نه اخلی ،اوله همدی کبله دافغانستان داوسنی نظامی امنيتی وضعی، دکړکيچنی اوضاع اودنأراميوسبب وګرځيدی اودنړيدووسرحدته رسيدلی دی . همدااوس بله پوښتنه ددی مسئلی پر سرندی رامنځته سوی ، چې ايا طالبان به بيرته وکابل ته را وګرځی ،اوبيا به بيرته واک ترلاسه کړی اوکه  نه ؟ بلکی دا اوس ددی مسئلی د پيښی دڅرنګوالی اودرامنځته کيدو  وخت  يې ،مطرح دی .   


 


دانګليس ددولت دعوامودمجلس يوشميراستازی دافغانستان امنيتی اوضاع يې دتشويش وړ وبلل !


        دانګليس ددولت دعوامودمجلس يوشميراستازی چې ددی مجلس دنړيوالی پراختيا دکميسون غړی هم دی  په يوی ليک کې دانګليس ودولت ته يې وليکل او دافغانستان دااوسنی امنيتی وضعه يې  دتشويش وړوبلل .


ددی کميسون غړي تيره مياشت  دافغانستان وهيوادته يې سفر کړی وو اوپه يوه ليک يې دانګليس ددولت دنړيوالی پراختيا ووزير داگلاس الكساندر” ته په زغرده  وينا  سره  وی ليکل ، دانګليس دولت دی بايد په افغانستان کې مهم اوبنسټيزمحورونه ترڅيړنی اوپاملرنی لاندی ونيسی


((مالكوم بروس)) دليبرال دګونډ غړی  چې دانګليس دعوامودمجلس دنړيوالی پراختيا دکميسون ريئس دی  دانګليس ددولت نه يې وغوښت چې دافغانستان ددولت دټينګيښت دپاره دی په کلکه ملاتړ وکړی اوددی هيواددامنيتی چارواودښاری بيا جوړونی چاروپه برخه کې دی  يوتعادل اوانډول رامنځته کړی .  


           په دی ليک کې چې دتيری جمعی په ورځ ددوه زره اووم ميلادی کال ديوولسمی مياشتی پردرويشتمه  نيټی باندی،(۲۳/۱۱/۲۰۰۷)،ميلادی کال کې خپورسوپه هغه کې ټينګارسويدی چې جګړی اوجګړيز دريځ دی داهسی نه وی  چې دسيمه  ايزوحکومتونوپرجوړښتونواوپرښاری انجمنونو باندی يوځای، اوپرامنيت اوپرښاری پراختيا باندی تاثيرواچوی اودغه چاری دی پڅی کړای شی ،اوهغه دی له منځه ولاړسی . سيمزيوحکومتونوته بايددخپلو دندو په ترسره کولوکې اودنقش په لو بولوکې صلاحيتونه ورکړی شی، دمخدروټوکوپه له منځه وړلوکې،اودښځودحقونودرامنځته سووپرابلمونواومشکلاتو دله منځه وړلوپه هکله ،او دافغانستان دملی اردواودملی پوليسو څخه دناامنيواوداداری فسادپه وړاندی په مبارزه کې کلک ملاتړوشی ،په دی ګزارش کې پردغو مسائلوباندی ،د انګليس ودولت ته  په ټينګارسره وړانديزاوتوصيه شوی دی  .


       دانګليس دولت دافغانستان پرهيواد باندی په يرغل اوښکيلاک کې دامريکی دهيوادسره يوځای ګډون درلود،او((گوردون براون)) دانګليس لمړی وزير، دنوامبردمياشتی په لمړيواوونيوکښی اعلان وکړ، اووي ويل غواړی چې دانګليس ددولت کړنلار ه ، دافغانستان ددولت  دپاره اوددی هيواددپراختيادپاره،په يوه بيانيه اوپيام کې دغه کړنلاره خپره کړی    .


دانګليس ددولت دعوامودمجلس استازی چې ددی مجلس دنړيوالی پراختيا دکميسون غړي هم دی په خپل ليک کې دانګليس ددولت نه غوښتی دی چې په دغه ليک کې هغه تشويشونه چې دافغانستان دامنيتی وضعی په هکله ليکل سويدی په  زغرده توګه سره تر څيړنی  اوترمطالعی لاندی دی ونيول سی  اوپه دی اړه دی پاملرنه ورته وسی .