د قانوني يوه پښه او د مسعود يو غوږ
تراوسه پورې ستمي او د پنجشېر د فاشيستانو په ګڼو اخبارونو او خپرونو کې د افغانستان د يو فعال وزير محمد حنيف اتمر پر ضد ګڼې ليکنې خپرې شوې دي. خو دا ستمي او افغان ضد خپرونې تراوسه پورې پر دې بريالۍ نه شوې چې د حنيف اتمر د علمي شخصيت او کفايت د ترديد لپاره قانع کوونکي دلايل او شواهد وړاندې کړي، ټول افغان ملت پوهېږي چې حنيف اتمر پسې ولې دا خبرې کېږي، د حنيف اتمر غټه ((ګناه)) داده چې دى پښتون دى او دا هم واضح خبره ده چې هر لايق او وطنپال پښتون او افغان د وطنپلورو جبهه يانو او ستميانو په سترګو کې د اغزي حيثيت لري. ستميان چې نور څه پيدا نه کړي، نو بيا د حنيف اØ �مر د وجود غړي پلمه کړي او بيا د شيخ چلي کيسه بيان کړي چې دا پښه يې د جلال اباد په جنګ کې د مجاهدينو پرضد په جګړه کې له لاسه ورکړې ده،
دا ډلې بيا دې ټکي ته اشاره نه کوي چې ټولو مجاهدينو د جلال اباد په جګړه کې برخه واخيسته خو يوازې جميعت اسلامي او د دې تنظيم مصنوعي اتلانو په دې جګړه ځکه برخه وانخيسته چې که جلال اباد سقوط شي نو د پنجشېر پروتو کوليان بيا ژر کابل ته نه شي رارسېدلاى، نو کابل ډېر ژر د مجاهدينو لاس ته ورځي او دې ځاى کې بيا د روسانو راتلونکې نقشه نه شي عملي کېدلاى، نو ځکه خو د اسلامي جميعت قومندانانو او د شوراى نظار اتل د کابل جلال اباد لارې لÙ ‡ تړلو څخه ځان څنګ ته کړ، دې سره د کابÙ�کومت د جلال اباد جګړې ته اکمالات ورسولاى شول او دا کار د مجاهدينو په زيان تمام شو.
تر کومه ځايه چې جهاد ته د وفادارۍ خبره ده، همدا جميعتيانو تر ټولو زيات له جهاد سره خيانت وکړ لومړى يې له روسانو او تر هغه وروسته يې له کمونيست دوستم سره پرتوکول او ائتلاف وکړ او دا دى اوس له نورو پخوانيو کمونيستانو، علومي، ګلاب زوى او نورو سره د ټول ملت د وينو پر ټغر ناست دي او توطيې جوړوي، عجيبه خبره خو داده چې رباني او مسعود د خپل سياسي ژوند په بهير کې فريد، مزدک، دوستم، علومي، ګلاب زوى، دستګير پنجشېرى او نور کمونيستان منلاى شي او د هغوى پر اوږو ناست د ملت غوښي خوري، خو يو بل علمي او باکفايته شخص په دې جرم چې د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر وخت يو کوچنى مامورګى و، هغه هم د خپل لياقت له مخې، په حکومت کې نه شي زغملاى.
خو ستمي اخبارونه، د روسانو په لمسون د اسلامي جميعت خيانت ته ګوته نه نيسي او نه د خپل کوم بل جميعتي او ستمي د بدن د غړو يادونه کوي، يوازې همدا حنيف اتمر او نور پښتانه يادوي. دوى هېڅکله هم د ملت په بربادۍ او د کابل په ورانۍ کې د رباني-مسعود د جنايتونو ذکر نه کوي او نور ټول مخالف تنظيمونه د افغانستان د ورانۍ محصول بولي، داسې لکه چې دوى په سياست او جنګ کې له خداى(ج) څخه د بېګناهۍ فرمان راوړى وي، نور ټول ګناهکار دي خو يوازې مسعود او رباني هېڅ ګناه نه ده کړې، خو ټول ولس پر دې پوهېږي چې کله هم بهرني ځواکونه له دې هېواده ووځي بيا به ددې تصنعي اتلانو او بې ګناه پرښتو حال وګورو چې بيا يې مکان په کوم ځاى کې دى، ماسکو، تهران او اصفهان ته رسي که نه؟
تر کومه ځايه چې خبره د اشخاصو پر سياسي کارونو پوې اړه لري، هر څوک حق لري چې د قلم د عفت په ساتلو سره د چا د سياسي شخصيت په باب خبرې وکړي خو هېڅوک حق نه لري چې د چا پر فردي شخصيت او د وجود پر غړو وغږېږي او هغه له يوې سياسي موضوع سره وتړي، که داسې وي نو دا ښاغلي دې ووايي چې د مسعود غوږ له روسانو سره په کومه جګړه کې پرې شوى، ولې د هغه د دوو غوږونو عکس نه ليدل کېږي؟ ولې يې علت نه څرګندېږي او يا هم ولې د قانوني د پښې په اړه څه نه ويل کېږي، چې د جهاد په کوم مورچل کې يې پښه غوڅ
ه شوې؟
او که له کوم مخالف تنظيم سره د�روريانو په جګړه کې؟ نو که د قانوني پښې او د مسعود غوږ ته توجيه پيدا کېدلاى او يا هم څوک پرې چوپه خوله پاتې کېدلاى شي نو پر اتمر بيا د کومې شرعي او قانوني مرجع د ګناه پېټى پرېوتى؟ په دې ورځو کې چې اتمر د خپل لياقت له مخې د کورنيو چارو د وزير په توګه غوره شوى او ضرار احمد مقبل د خپلې بې کفايتۍ په وجه لرې شوى، نو رسمي او نا رسمي غلو، رشوت خورو، زورواکو، جبهه يانو او په هغو پورې تړلو ډنډورچيانو يو پراخ تبليغاتي کمپاين پيل کړى او ددې پرځاى چې د اتمر پر کړيو کارونو تبصره وکړي او هغه په بې طرفانه ډول وارزوي د هغه د وجود غړي يادوي او پر وجود يې تبصرې کوي، که چېرې ستميانو، د حنيف اتمر په اړه دا ډول غرضي تبصرې نه واى کړې، نو موږ به هېڅکله هم د قانوني پښې او د مسعود غوږ ته د قلم ګوتې نه واى ور وړې.