د بيت الله مسود كور بمبار سو

34 | اکتوبر 16th, 2008



د جنوبي وزيرستان د لدها له سيمي څخه وركړل سوي خبرونه وايي چي امريكايي جاسوسي الوتكو پر يوه كور باندي بمبار وكړ، چي له امله يې شپږ تنه مړه او پنځه نور ټپيان سول.
د اطلاعاتو له مخي دوو امريكايي جاسوسي الوتكو د جنوبي وزيرستان د لدها په سام نومې سيمه كي پر يوه كور دوه ميزايلونه وغورځول، چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې واړوله.
د ځايي اوسېدونكو په وينا د قبايلي طالبانو د مشر بيت الله مسود كور هم دلته و او دا لومړى ځل دئ چي دغه سيمه د امريكايي الوتكو له خوا په نښه كېږي.
بيت الله مسود چي د قبايلي طالبانو مشري ورترغاړي ده، دوې اونۍ دمخه په مطبوعاتو كي د نوموړي د مړيني آوازه خپره سوه، چي وايي د پښتورګي، فشار او شكري په ناروغيو اخته دئ، خو طالبان وايي هغه ژوندى دئ او تېره ورځ د اېرت نيوز آژانس په يوه راپور كي د نوموړي د دوهم واده خبر وركړ.

Copyright Larawbar 2007-2024