کور / سياسي / { تر حکومت ‌طالبانو ته ترجیح ور کوو }

{ تر حکومت ‌طالبانو ته ترجیح ور کوو }

د کرسچین ساینس مانیټور ورځپاڼه د اکټوبر پر ۱۵ لیکي:  ځیني افغانان ترجیح ور کوي چي د ‌طالبانو تر ولکې لاندي ژوند وکي.

د لولګر په ولایت کي ځایي خلک د ځینو غلو او داړمارانو څخه ډېر په عذاب وه.  د کلي خلک لمړی حکومت ورغلل او د غلو ختمول او راایسارول یې ترې وغوښتل.  خو حکومت غوږونه کاڼه واچول، او غلو ازادانه تګ راتګ کاوه.  لدې څخه وروسته، کلیوال طالبانو ته ورغلل.  ‌سمدستي، طالبانو غله ونیول، مخونه یې ور تور کړل، په بازار کي یې وګرځول، او خبرداری یې ورکړ چي که چيري بیا ونیول سي سمدستي به یې لاسونه غوڅ کړي.  د هغه وخت راهیسي، بیا غله  دې سیمي ته ندي راغلي.


د کابل  شاوخوا ولسواليو او ولایتونو کي، مرکزي حکومت  یا خو بېخي سته نه، او یا ورو- ورو ورکېږي.  په عوض کي، د طالبان جابره مګر موثره حکومت ټينګېږي، او د ځایي خلکو ملاتړ تر لاسه کوي.  


د کرسچین ساینس مانيټور اخبار اضافه کوي: د کرزي په حکومت کي بېساری  اداري فساد او بډي، په پېخر جنایات، او د بېکارانو زياتېدونکي لښکري د ‌طالبانو د تقویې لپاره ښه فرصت برابر کړی دی.   دغه راز، کابل ته څېرمه د ‌طالبانو قوت او عروج  داښيي چي حکومت کنټرول له لاسه ورکړی دی.  


افغان مبصر او مورخ، حبیب الله رفیع، وایي: که څه هم طالبان کابل په زور نه سي نیولای، ځکه دلته خارجي قوه پرته ده، خو حکومت ددې توان نلري چي د ښار څخه بهر د هغوی د فعالیت او تګ راتګ مخه ونیسي.


ځایي خلک وایي: په لولګر کي په هره کورنۍ کي یوه طالب سته.  هغوی د ورځي په خپلو پټیو کي په کارونو بوخت وي، خو د شپې توپک په لاس د طالبانو په صفوفو کي جنګېږي.   د لولګر څلور ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کي دي.  هلته، طالبان د ورځي ازادنه ګرځي او حکومت له ډاره ور تلای نه سي.  په غزني کي، له ۱۸ ولسوالیو څخه ۱۳ ولسوالۍ د طالبانو په پوره کنټرول کي دي.  دغه راز، د وردګو په ولایت کی، ‌له ۸ ولسوالیو څخه ۶ د طالبانو تر ولکې لاندي دي.  پدې سيمو کي، ‌طالبان خپل قاضیان، ولسوالان، او پولیس لري.   ځایي خلک وایي: ‌طالبان د شریعت په اساس فیصلې کوي.  کارونه ډېر ژر خلاصوي.  


پدې سیمو کي، طالبان د مکتبونو نصاب تعلیمي  هم څاري.  هغوی غواړي چي  په مکتبونو کي اسلامی شریعت تدریس سي.    مګر  د طالبانو په سیمو کي اکثره مکتوبه تړلي دي.  په غزني کي، له ۱۱۰۰ مکتبونو څخه فقط ۱۰۰ فعاله دي، او د نجونو مکتب خو هډو سته نه.  که څه هم، پدې سیمو کي تیلویزیون ، موسیقي او د ښادۍ محفلونه نسته، خو لږ ترلږه امنیت او عدالت سته.


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د اکټوبر پر  ۱۵ لیکي: د افغانستان د دفاع وزیر، عبدالرحیم وردک،وایي په عراق کي د امریکا پوځي برياليتوبونو د القاعدې باتجربه  جنګیالي دېته اړ ایستلي دي چي افغانستان ته مخه کړي.    هغه په یوه مطبوعاتي کانفرانس کي وويل همدې بهیر په افغانستان کي د امنیت وضع لا خرابه کړ ې ده.  هغه زیاته کړه چي همدا خارجي جنګیالي تر پخوا ښه وسلې او جنگي مهارتونه لري، بهتره روزنه یې لیدلې ده، او ښه منظم دي.  


په افغانستان کي، امریکايي قومندانان وايي: هغه خارجي جنګیالي چي په افغانستان کي فعالیت کوي پاکستاني، عرب، چچین، او د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو افراطیان دي.  مګر د یاغیانو مطلق اکثریت خپله افغانان دي. 

د فاېننشل ټایمز ورځپاڼه د اکټوبر  پر ۱۳ لیکي:  څه د پاسه دوو سوو طالبانو  غوښتل چي د لښکرګاه ښار ونيسي.  هغوی له څلورو خواوو څخه د لښکرګاه پر ښار حمله وکړه.  پدې جنګ کي وروسته له درنو بمباریو او جګړو څخه قريب ۶۰ تنه طالبان مړه او ۳۰ تنه نور ټپیان سول.  


په لښکرګاه کی، د مرستندیو  موسساتو کارکونکي وایي یاغیانو د ګورنر د کور په شمول پر نورو دولتي ودانیو باندي راکټونه  واورول.  مګر د هلمند والي، ګلاب منګل، دا خبره ردوي او وایي یاغیانو فقط غوښتل چي د بین المللي مطبوعاتو توجه جلبه کړي.   هغه زیاته کړه  اکثره یاغیان له پاکستان څخه ور اوښتی وه.  


امنیتي څارونکي وایي پر لښکر ګاه باندي د حکومت کنټرول ډېر کمزوری دی، او د شپې لخوا اکثره سیمي د یاغیانو تر ولکې لاندي وي.  دغه راز، ویل کېږي چي د هلمند د پخواني والي، شیر محمد اخوندزاده، پلویان هم پدې اخ و ډب کي برخه لري.  شیر محمد اخوندزاده په هلمند کی زیات نفوذ لري او ښاغلی کرزی غواړي چي هغه یو ځل بیا د هلمند ګورنر سي.