د افغانستان د کرکټ لوبډله دتنزانیا دسیالیو اتله  شوه." />

 د افغانستان د کرکټ لوبډله دتنزانیا دسیالیو اتله  شوه." />

 د افغانستان د کرکټ لوبډله دتنزانیا دسیالیو اتله  شوه." />

 د افغانستان د کرکټ لوبډله دتنزانیا دسیالیو اتله  شوه." />  د افغانستان د کرکټ لوبډله دتنزانیا دسیالیو اتله  شوه. – لراوبر ویب پاڼه

 د افغانستان د کرکټ لوبډله دتنزانیا دسیالیو اتله  شوه.

افغانستان په پرلپسې توګه د ۲۰۱۱ کال د کرکټ د نړیوال کپ د تر لاسه کولو د پنځم او څلورم پړاو اتله لوبډله شوه، افغانستان نن د تنزانیا په پلازمینه دارالسلام کې پای لوبه له هانګ کانګ سره وکړه افغانستان هانګ کانګ ته داسې ماتې ورکړه چې په خوب او خاطر کې یې هم نه وه، افغانستان په پرلپسې توګه شپږ سیالۍ یو وړې، لومړی یې له فیجي، دوهمه یې له جرسي، درېیمه یې تنزانیا ، څلورمه یې هانګ کانګ ، پنځمه یې له ایتالیا او پای لوبه یې هانګ کانګ یو وړه، افغانستان په دی توګه د تنزانیا د سیالیو اتله لوبډله وبلل شوه.


نن په پای لوبه کې د افغانستان بېټسمینان لومړی ښه ولوبېدل، بېټسمینانو ۱۷۹ منډی وکړې ، که څه هم دا منډی لږی وې ولې دا چې پایلوبه وه، خامخا زیاتې ګڼل کېدی، خو د افغانستان بالران یو ځل بیا ډېر ښه وځلېدل، د افغانستان بالرانو د هانګ کانګ تکړه بېټسمینان چې د تنزانیا په سیالیو کې یې هیڅ له دوو سوو لږی منډی نه وی کړې، ولې نن وښوېدل او لوبه یې وبایلله، افغانستان هانګ کانګ ته سر په سر دوه ماتې ورکړې.


د افغانستان له خوا په بېټېنګ کې یو ځل بیا اتل ستوری ریس احمدزی وځلېد، هغه په یوازی سر ۴۹ منډی ووهلې، دا ډول محمد نبي عیسی خېل هم ستوری شو، هغه په سختو شراېطو کې د هانګ کانګ مهمې ویکټې واخېستې او خپله لوبډله یې اتله کړه. د افغانستان د کرکت د فدراسیون مشر الله داد نوري ټول افغانستان د اتلې لوبډلې مبارکي ورکړه. د اتل ستوري هستي ګل عابد اتلولي زیاته د پام وړ وه هغه د هانګ دوه مهم لوبغاړي وسوځول، تر هستي ګل عابد وروسته حمید حسن یو ځل بیا د بري لوری خپل هېواد ته واړاوه، هغه دوه ویکټې په یوه اوور کې په دوو مسلسلو بالونو واخېستې، نوروز منګل احمد شا احمدي سمیع الله شینواری هم اتلان وو. محمد نبي وروستی لوبغاړی وسوځاوه. د هانګ کانګ وروستي بېټسمینان مقاومت کوي‌ ، او بالونه وهي. حمید حسن بال کوي. د هانګ کانګ وروستی لوبغاړی پاتې دی ، که یو له دوی وسوځېږي، نو افغانستان د تنزانیا د سیالیو اتله لوبډله بلل کېدای شي. حمید حسن په خپل یوه اوور کې دوه لوبغاړي وسوځول، حمید حسن ډېر ښکلی اوور وکړ.


حمید حسن د هانګ کانګ کپټان تبرک ډار وسوځاوه، یعنې ویکټې یې ورته وویشته، محمد نبي د هانګ کانګ اووم لوبغاړی هم وسوځاوه، هغه دری ویکټې اخېستې دي. هانګ کانګ ۱۰۶ منډی وهلي دي. د هانګ کانګ وروستی راوتی بېټېسمین منیر احمد وو هغه لوبه ګرمه کړه، حمید حسن ورته اوور کاوه. د هانګ کانګ شپږم لوبغاړی هم وسوځېد، دغه لوبغاړی سمیع الله شینواری وسوځاوه، نوروز منګل کېچ ونېاوه، د هانګ کانګ دا لوبغاړی سخاوت علي نومېده. لا تراوسه د هانګ کانګ کپټان تبرک ډار پاتې دی. د هانګ کانګ یو بل تکړه لوبغاړی نجیب عامر لا ولاړ دی، ویره لا تراوسه له تبرک ډار نده، هانګ کانګ په دری دیرش اورونو کې ۸۰ منډی کړي‌ دي.


د هانګ کانګ لوبغاړی الیاس ګل په منډه اووټ شو. اوس هانګ کانګ ۷۹ منډی لري. محمد نبي بټ حسین وسوځاوه، هغه خطرناکه لوبه کوله، اوس ۶۹ منډی شوي دي. اتل هستي ګل دوه وسوځول، د هغه لس ټول اوورنه خلاص شول ، هغه دری اورونه مېډن کړل، هستي ګل ۲۳ منډی ورکړي، ښه بال یې نن وکړ. خو د هانګ کانګ له لوري تبرک ډ‌ار او بټ حسین په مرګ لوبه کوي. بټ حسین شپږه ووهله، احمد شاه احمدي ښه بال وکړ هغه په پنځو اورونو کې اته منډې ورکړې، اوولس اورونه شوي دي. وبخښئ هستي ګل مخکې زین عباس سوځولی وو ، تبرک بار لا ژوندی پاتې دی سوځېدلی ندی، احمد شا درېیم اوور هم مېډن کړ منډه یې ور نکړه ، هانګ په دریو اوورنو کې هېڅ منډه نده اخېستې دوه لوبغاړي یې له لاسه هم ورکړي.


د افغانستان د لوبډلې اتل ستوری ، د باغیرته مور ځوی ، توریالي پلار خوږ اولاد هستي ګل عابد یو ځل بیا د افغانانو د برم د ساتلو لپاره بل ګام پورته کړ هغه د هانګ کانګ کپټان تبرک ډار وسوځاوه. د هغه کېچ احمد شاه احمدي ونېاوه. د احمد شا دوهم اوور مېډن شو، یعنې منډه یې ور نکړه، خو د هانګ کانګ دا دواړه لوبغاړي په مرګ لوبه کوي، باید دواړه یا یو یې ژر وسوځیږي. هستي ګل خپل څلورم اوور مېډن کړ، د دولت احمدزي د تیز بال اړتیا نور نه احساسېده کپټان احمد شا احمدي چې سپنر دی بال ته راووست. نهه اورونو شوي دي، هانګ کانګ په مرګ لوبه کوي، دوی ۳۲ منډی وهلي، هستي ګل په خپل څلورم اوور کې یو لوبغاړی وسوځاوه، هانګ کانګ ۲۰ منډی کړي. په ۱۷۹ منډو د افغانستان ټول لوبغاړي وسوځېدل، افغانستان لږ تر لږه باید نن تر دوه سوه دیرش منډی باید وهلې وای، ولې بیا هم که د افغانستان بالران ښه وچلیږي، ښایي اتلولي خپله کړای شي، د هانګ کانګ بېټېنګ هم دومره بد ندی. اوس به د افغانستان له اړخه حمید حسن، دولت احمدزی ، هستي ګل عابد په تېزو بالونو او احمد شاه احمدي محمد نبي عیسی خیل په سپینز بالونو د هانګ کانګ د منډو مخه نیسي، تراوسه د افغانستان اته لوبغاړي سوځېدلي، ۴۹ اورونه شوي دي، وروستی اوور پاتې دی.


 افغانستان ۱۷۲ منډی لري. تکړه لوبغاړی هستي ګل عابد راغی، شفیق الله د لوړ شاټ کوښښ وکړ ولې بریالی نه شو. شفیق لومړی څلوری واخېسته. اتل لوبغاړی ریس احمدزی په ۴۹ منډو وسوځېد د هغه هېله پوره نه شوه چې پوره پنځوس منډی وکړي، سمیع الله شینواری لا ولاړ دی، هغه ۲۰ منډی اخېستې دي. هستي عابد مېدان ته ننوت هغه کله ناکله ښه لوبه کوي. نن به یې وګورو چې څه کوي. ریس احمدزي ۴۹ منډی کړي په تمه دی چې بله منډه واخلي او پنځوسی منډی ووهي. افغانستان تراوسه ۱۵۷ منډی لري، اتل ستوری ریس احمدزی څلوری ووهله، هغه تراوسه په یوازی سر ۴۳ منډی کړي، دوه یې څلوری وهلي او دوه یې شپږی وهلي، له نوروز منګل وروسته سمیع الله شینواری مېدان ته ننوت. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان نوروز منګل وسوځېد، د هغه بال ونېول شو، بال د هانګ کانګ تکړه بالر ندیم احمد کړی. د کرکټ تجربه کاره لوبغاړي ریس احمدزي شپږه ووهله، هغه ۵۳ بالونو ۳۳ منډی کړي، نوروز منګل لا تراوسه ۴۰ منډی لري. اتل ستوري ریس احمدزی او نوروز منګل لا ولاړ دي. دوی ښه لوبه کوي، که خدای وکړي، چې ښه پرمخ ولاړ شي.


افغانستان ۱۱۵ منډی کړي، اتل ستوری ریس احمدزی او کپټان نوروز منګل ولاړ دي، ریس احمدزي دوه شپږی وهلي، هغه تراوسه ۱۶ منډی کړي، نوروز منګل هم په یوازی سر ۳۵ منډی لري. څلورم لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل وو چې وسوځېد، هغه ۱۴ منډی وکړې اوس ریس احمدزی او نوروز منګل په مېدان ولاړ دی ، دافغانستان وروستۍ هېلې دوی ته دي که یې څه وکړل وه یې کړل او که نه نو بیا د بری چانس لږ دی. نوروز منګل او محمد نبي عیسی خېل بېټېنګ کوي، افغانستان ۴۸ منډی لري، خو دری سوځېدلي دي، تراوسه ټول اورونه ۲۰ شوي دي‌، د هانګ کانګ له لوري ندیم احمد بال کوي هغه چې د پاکستان د کرکټ د لوبډلې څلور لوبغاړی یې سوځولي وو.


کریم صادق، احمد شاه احمدي او اصغر ستانکزی په دریو سوځېدلو لوبغاړو کې ګڼل کیږي. د افغانستان له خوا یو لوبغاړی سوځېدلی دی، ۲۷ منډی شوي دي، خو لس اورونه شوي. تراوسه کریم صادق سوځېدلی، ولې احمد شاه احمدي او اصغر ستانکزی په لوبه اخته دی، افغانستان په اتو اورونو کې ۱۹ منډی لري. په افریقايي هېواد تنزانیا کې د کرکټ د نړېوالې شورا له خوا د نړیوال کپ د غوراوي په څلورم پړاو کې افغانستان له هانګ کانګ سره خپله پای لوبه کوي، افغانستان لومړی بېټېنګ کوي،

تبصره نسته

  1. د کرکت د ملي لوبډلې د وروستيؤ لاسته راوړنو او برياليتوبونو په وياړ ،ملي لوبډه لې ، د دوې درنو کورنيؤ ، د هېواد ټولو سپورتي لوبډه لو ،لوبغاړو او ټول افغان ملت ته د زړه له کومي مباره کۍ او نېکې هيلې وړاندې کوي او د پاک خدای له درباره د افغانستان ،افغان او افغانيت د نومونو د لوړوالي په لاره کې دوی ، د دوی روزونکو او ټولو لوبغاړو ته د لا برياليتوبونو غوښتنه کوي٠//

    تل د وي افغانستان ژوندی او سر لوړۍ د وي افغان ملت//

    محمد حامد الوتاند د ٢٠٠٨ کال د اکتوبر د مياشتې لسمه

  2. دميدان وردګ ولايت ټول منسوبين ویاړې چې د زوريدلي هېواد اتلو او اصيلو بچیانوپه تآنزانیا کې دنړیوال کپ لپاره د هلوځلو دڅلورمې مرحلې لوبې په ډیر لوړ همت سره وګټلې او د خپل هېواد نوم ئې یو ځل بیا د تاريخ په پاڼو کې په زرينو کرښو روښانه وساته او ستر وياړ يې ورباښه .

    سره له ډيرو کمو امکاناتو او وسايلو چې تر اوسه د تمرین لپاره مناسب لوبغالی نه لري خو د خپلې ريښتنې ميني له برکته چې د هېواد سره يې لري دکاميابۍ تربريده ورسول او په دریم ځل ئې خپل هېواد ته د اتلولۍ د کپ په راوړلو سره افغانستان ته لویه کاميابي ورپه برخه کړه.

    له دغو برياليتوبونو څخه له ورايه څرګندېږي چې که افغانان ډېر کم فرصت او امکانات هم ولري، تشويق شي او څوک يې مخې ته پرېږدي کولاى شي په هر ډګر کې اتلان شي او ښه وځلېږي. زه د افغانستان د سپورټ اتلانو او د سولې استازو ته يو ځل بيا د زړه له کومې مبارکي وايم. ددغو ټولو برياوو نه يو هغه درس چې موږ يې ورڅخه زده کولاى شو دادى چې که ستونزه او ګواښ هر څومره هم ستر وي، دوښمن هر څومره ځان غښتلي وښيي او ولس مو تهديد کړي، خو که هوډ او لوړ همت ولرو، نو موږ ټول به د کرکټ د لوبغاړو په څېر د سولې اتلان هم يو.

    د ميدان وردګ ولايت په استازيتوب زه د ددغو هېواد پالو او لوړ همته لوبغاړو اتلولۍ ستايم او زما هيله داده چې موږ ټول په ګډه دغه اتلان و نازوو. په ځانګړي ډول، زموږ ملي تجاران ددوي د تشويق او پالنې په موخه خپله ملي دنده سرته ورسوي. اميدواريم چې د کرکيټ ملي فيدراسيون سره لازمې مرستې وکړئ ، ترڅو داملي لوبډله دراروان کال په دوو پړاونو کې همداسى بريا ترلاسه کړي ترڅو دنړیوال جام په لوبوکې ستاسو په تشويق او د دلوى خداى ج په مرسته ستر تاریخي بریا دې هېواد ته ورپه برخه کړي.

    په پاي کې د کرکټ اتلانو او د سولې استازو ته لا برياليتوب غواړم! //

    محمد حليم فدايي//

    دميدان وردګ والي

  3. i am really happy to hear about afghan cricket victory and we are afghan inshaallah we always be a winner in any field whatever. and specila thinks for larawbar.com to informed us by by cricket game thanks and god bless all afghan

  4. د افغانستان وياړلې د كركيټ ملي لوبډلې ته سلا كار وزير او د پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد او د پكتيا ولايت ټول اولس د زړه له كومي مباركې وايي او د دوي دا لوړ همت ستايي چي هيواد ته يو ځل بيا د وياړ جوګه شول او د افغانستان نوم يي په نړيواله كچه و ځلاوه.

    خو ګوري زما په اند يوازي په مباركۍ هم نه كيږي ، لكه دا نور………….. چي نازول كيږي، په كابل كي كورونه وركول كيږي او انځورونه يي په هر واټ ، موټر او لارو باندي لګول كيږي ، اوس زمونږ مشرانو او ملي سوداګرو ته په كار ده چي د غه وياړلي څيري لا و ځلوي او وي نازوي.

    مونږ يي بايد له نورو زده كړو او واقعي وياړ په عمل كي خلكو ته وروښيو ، په هر حال زه په خپل وار د دغو شاه زلمو د غه زړه ور تيا ستايم او په راتلونكي كي هم دوي ته د لا برياوو غوښتونكۍ د الله (ج) له دربار څخه يم .. //

    د يوه سوكاله افغانستان په هيله//

    روح الله سمون//

    د پكتيا د والي وياند

  5. hearty congratulate for all afghanis who is in afghanistan or outside afghanistan
    once again congratulate
    thanks
    omaid shegiwal

  6. to all member of afghanistan mubarak this success

  7. ګرانو هیوادوالو خو په ځانګړي ډول زموږ د کرکټ اتلې ملي لوبډلې ته په خورا ویاړ سره د بایرن د افغانانو کولتـوري ټولنه ددې ستربري مباره کي وايي موږ ویاړوچي، زموږ اتل افغانان د تل په ځېر خپله اتلولي اومېړانه ښیي خو له بده مرغه چي د کابل نامشروع اداره نه حق حقدار ته ورکوي او نه زموږ رښتیني اتلان تشویقوي د کابل دا اوســـنۍ ناوړه حکومتي اداره حتی دسپورت په ډګرکې هم تبعیض پالي، په یوبام یې دوه هواوې جوړي کړي دي یوله موربل له میرې کړي یوته موټر، کورونه اوهرهر څه ورکوي خو بل بیا بې له پوښتنې، بېګناه په خپل غریبانه خټین کـور کې په مرمیو سوری سوری کړي لکه زموږ شهــید رحمت ولــي //

    ګرانـــــو هیواد والـــــو!
    //
    که یاد مووي ځلورمیاشتې مخکې هم زموږ اتلو زلمو په جرسي کې ستر بری لاس ته راوړ په وږي نس یې زموږ ملي بیرغ په ټوله نړۍ کې ورپاوو خو د کابل ګوډاګۍ ادارې هیځ ډول پاملرنه ورته ونه کړه داخو لا پر څای پرېږدﺉ، زموږ تاریخي غلیمانو د خپلو ناولوموخو ترځنګ هغه خوښي هم په موږ ونه لوروله، زموږ د ســـترګو تور ګران عبدالصمـد روحاني یې په هغو ورڅو کې راڅخه واخیست اوموږ یې د غم په ټغر کښېنولو نن چي، زموږ د کـــرکټ اتلې ملي لوبډلـې یوځل بیا زموږملي بیرغ په ټوله نړۍ کې ورپاوواوس نوپه موږ ده چي، څنګه یې ونازوو د کرزي له ادارې ځخه لاس مینځل په کاردي ښه به داوي چي، دخپلوملي اوبااحساسه سوداګرو په مټ خپل اتلان په ښه ډول سره ونازوو تر څو د ۲۰۱۱ کال نړیوال بری هم د کړیدلي افغان ولـس په برخه کړي .

    له ملي سوداګرو ځخه زموږ د کولتوري ټولنې هیـــله://

    ګرانواو بااحساسو ملي سوداګرو وروڼـو!//

    که ستاسوپانګه په ټوله نړۍ کې تربل هر چا هم لوړه شي خوچي د هیواد نوم مو لوړ نه وي تاسي به هم خپل ځان لوړ احساس نه کړﺉ خوکه ملي بیرغ موپه نړۍ کې هسک وي نه تنها چي تاسې بلکې، زموږ اوتاسو یوعادي ملنګ به هم په ټوله نړۍ کې په هسکوسترګو وګرزي اوس نوپه موږ اوتاسو ده چي، څنګه د خپل هیواد دسرلوړي لپاره خپل اتلان ونازوو. //

    چي ملي بیرغ مې لـوړ په ټول جهان وړي×× کرکټي زلمي بیا ستر نـوم د افغــــان وړي //

    چا یې لاس د شفقــــــت په سر تــېر نه کړ×× هم له خپلـو او پردو څیرې ګــرېوان وړي //

    د جرمني په بایرن ایالت کې دافغانانوکولتوري ټولنـــــــــــــه

  8. دیر زیات حوشحال شو چی افغانستان الله دی وکی چی 2011 عالمی کپ مقابلو ته بریالی شی .
    حو که نور هم د افغانستلن نوی کوچ او نور د کرکت فدراسیون په دی کی تلاش وکی چی نور شه لوبغاری هم په افغانستان کی شته چی د افغانستان نوم په دنیا د کرکت په دگر کی روشانه کی
    مننه .

  9. Grano Atalano
    Taso aw to watanwalota ta de daghy baryalitob mubaraki wayom. Der khwash yom che pa de rawan kal ki mo dwa zala de khwashi aushki toyikry, nor kho tol omar mo pa ghamono ki tersho.Dera manana aw de la nor baryalitob pa hela mo.

  10. زه دافغانستان دكركټ ټيم ته په دواړو لاسونوسلام كوم او وياړم چې داسې كركټ لوبډله لرو.
    له لوى خداى نه غواړم چې هروخت په هرميدان كې همداسې وځليږي لكه په تانزانيا كې .زه دكركټ له ملي ټيم څخه غواړم چې هلې ځلې وكړي ترڅودافغانستان نوم آسمان ته جګ كړي اود ۲۰۱۱ م كال نړيوالومسابقوته ځان ورسوي.
    ددوى دلابرياليتوب په هيله زه لاس په دعا يم .

  11. زه نسيم شفق دلوګردخبريالانودآزادۍ ټولنې په استازيتوب په تانزانيا كې دافغانستان دكركټ دملي ټيم دښه ځليدو اوسترې بريا له امله ټولوافغانانوته مباركي وايم .
    په دې هيله چې زمونږ دوياړ دا ټيم د۲۰۱۱ م كال مړيوالومسابقوته هم لاره و مومي . دلوګردخبريالانوټولنه له الله نه غواړي چې هروخت افغانان همداسې بريالي ولري.
    دكركټ دملي ټيم ګرانوغړو تاسو زمونږ وياړ ياست اوهڅه وكړى چې په هره لوبه كې دخپل هيواد نوم وساتئ.
    په درنښت.

  12. thanks for satrt cirket good luck all way good blss you