یو برتانوی پوځی ووژل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 16th, 2008


فرانس پریس آژانس د برتانوی پوځی منابعو له قوله خبر ورکوی چی پرون ( چهارشنبه ) په هلمند کی یو پوځی د چاودنی له امله په قتل ورسېد . منبع نور معلومات ورنکړل چی دا څنګه چاودنه وه . دا د برتانیې یو سل او یوویشتم پوځی دﺉ چی په افغانستان کی وژل کیږی . برتانیه په افغانستان کی څه نا څه ۷۸۰۰ پوځیان لری چی تقریبآ ټول په هلمند ولایت کی مستقر دي .

Copyright Larawbar 2007-2024