انتحاری حملې دوه پولیس ووژل
اسوشیټیډ پریس آژانس د پاکستان څخه خبر ورکوی چی نن ( پنجشنبه ) یو ځان وژونکي د سوات په منګوره کی خپل د چاودېدونکو موادو لرونکی موټر د پولیس د تاڼې سره وواهه چی دوه افسران یې مړه او دیرش نور کسان یې زخمیان کړل . ویل کیږی چی د ځینو ټپیانو حالت خطرناک دی . لومړی پر دغه تاڼه ډزي وسوې بیا موټر پکښی ووهل سو .