کور / تازه خبرونه / امريكا تر ۲۰۱۱ كال پوري له عراق څخه وزي

امريكا تر ۲۰۱۱ كال پوري له عراق څخه وزي


امريكايي او عراقي مقاماتو تر څو مياشتنيو خبرو وروسته فيصله كړې چي امريكايي او ايتلافي ځواكونه به له عراق څخه تر ۲۰۱۱ كال پوري ووزي.
دغه تړون به د منظورۍ په خاطر د عراقي مقاماتو له خوا د عراق پارلمان ته ولېږل سي.
د تړون له مخي د را روان كال په اوږدو كي به د امريكايي عسكرو وتل د عراق له ليرو پرتو سيمو څخه پيل سي او كه عراقي حكومت د هغوى د پاته كېدو هيله ونكړي تر ۲۰۱۱ كال پوري به له ټول عراق څخه امريكايي او ايتلافي پوځيان ووزي.
د عراق د حكومت وياند علي الدباغي وايي په عراق كي د امريكايي پوځيانو د جرمونو په اړه يې هم موافقه كړې ده، چي له مخي به يې په امريكايي اډو كي مجرم امريكايان د امريكا له قانون سره سم محاكمه كېږي. او هغه امريكايان چي له اډو څخه دباندي يې جرمونه ترسره كړي وي، هغوى به د عراق د قانون مطابق محاكمې ته راكشېږي.
د دې تړون د لاسليك كېدو پخلى امريكايي مقاماتو هم په عيني ډول كړى دئ.