لبنان او سوريې ۶۸ كاله وروسته سفارتي اړيكي ټينګي كړې

34 | اکتوبر 16th, 2008



 سوريې او لبنان تر ۶۸ كلونو وروسته په لومړي ځل سفارتي اړيكي ټينګي كړې.
د سوريې خارجه وزير وليد المعلم او د لبنان خارجه وزير فوزي صلوخ يو مشترك تړون لاسليك كړ، چي له امله يې د دواړو هيوادونو سفارتي اړيكي پيلېږي.
د سوريې د جمهور رئيس بشارالاسد د فرمان له مخي به ډېر ژر په بيروت كي د سوريې سفارت پرانيستل سي.
سوريې او لبنان له ۱۹۴۰ كال راهيسي چي فرانسوي استعمار ورباندي حاكم و، تر اوسه له يو بل سره سفارتي تعلقات نه درلودل.

Copyright Larawbar 2007-2024