افغان پولیس په ډزو یو امریکایی پوځی وواژه

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 16th, 2008


اسوشیټیډ پریس خبر ورکوي چی په پنجشنبه د پکتیکا په برمل کی د یوې پوستې څخه یو افغان پولیس پر څو امریکایی پوځیانو ډزي وکړې او یو امریکایی عسکر یې ځای پر ځای ووژﺉ . امریکایی پوځیانو هم په جوابی فیرونو کی پر نوموړې پوسته ډزی وکړې او هلته ټول پولیس یې ووژل . دا تر اوسه معلومه نه ده چی څو نور امریکایی پوځیان زخمیان سوي او څو نور افغان پولیس وژل سوي دي . دا په یوه میاشت کی دوهم ځل دی چی یو افغان پولیس پر امریکایی پوځیانو ټکان کوی او وژنی یې او ځکه اوس امریکایان افغان پولیسو ته پر شمولیت باندی له سره کتنه کوی یعنی داسی نه چی طالبانو په پولیسو کی نفوذ کړی وی .

Copyright Larawbar 2007-2024