کور / شعر / آهوسترګی

آهوسترګی


په نخرو، نخرو، می یار له مخی تیر شو

چی ور ومی کتل هر شی رانه هیر شو

آهو سترګی  رمنده  لکه  هوسی  وه

د هغی د مینی اورمی زړه کی ډیر شو

توری زلفی په سینی باندی خوري وه

دمخ رنګ می دنارنج درنګ په څیر شو

رانه هیر شو چی سلام می ورته کړی

ریږدیدمه یو نا څاپ زړه می په ویر شو

ریږدیدنه می د  مینی  له رغبت  وه

ټکهار می دزړه (مل) هسی بی شمیر شو

                     پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

                       جرمنی ۲۳-۸-۲۰۰۸