کور / تازه خبرونه / افغانی پولیس اوس طالبانو ته ورتښتی

افغانی پولیس اوس طالبانو ته ورتښتی

الجزیره شبکه خبر ورکوي چی د طالبانو مقاومت او پیشرفت افغانی پولیس ترغیب کړی چی تدریجأ د هغوی خوا ته ور واوړي . سلیمان امیری فقط یوه میاشت مخکی د ایران سره د یوې سرحدی قطعې قوماندان و خو اوس د خپلو ۱۶ پولیسو سره طالبانو ته اوښتی دﺉ . امیری د هرات په جنوبی برخو کی د الجزیره خبریال ته وویل چی « ما هر څه په خپلو سترګو لیدل ، ما فحشأ لیدل ، د شرابو څښل می لیدل ، موږ مسلمانان یو او ځکه جهاد را باندی فرض دﺉ . زموږ هېواد امریکایانو نیولی دﺉ او زه غواړم چی هغوی د افغانستان څخه وباسو او دا زما یوازینی هدف دﺉ . » خو د ناټو قوماندان جنرال ریچرډ بلانشیټ الجزیره ته وویل چی « هرکله زه طالبانو ته د ور اوښتو خبر واورم نو هغه یو بد خبر بولم ځکه طالبان د آینده لپاره دغه هیواد ته هیڅ شی هم نه لری . » مګر د الجزیره راپور وایی چی څه نا څه ۷۰ پولیس او پوځیان په تیرو دوو میاشتو کی په لویدیځ افغانستان کی طالبانو ته اوښتی دي . لاکن د داخله وزارت ویندوی عبدالحکیم عشیر دا ادعا نه منی او وایی چی زموږ ۷۰ نفره نه بلکی صرف لس تنه راڅخه تللی دي . راپور وایی چی د تښتېدو بهیر مسلسل جریان لری .