کور / تازه خبرونه / پخوانی ښاروال اوس د طالبانو قوماندان دی

پخوانی ښاروال اوس د طالبانو قوماندان دی

الجزیره ټلویزیونی شبکه په خپل تازه راپور کی وایی چی د هرات پخوانی ښاروال غلام یحیی اکبری اوس د طالبانو لوی قوماندان دی . اکبری الجزیره ته وویل چی دﺉ به تر څو چی خارجی پوځیان وتلی نه وی د حکومت سره هیڅ خبری اتری و نه کړی . ده وویل چی که حتی ملا محمد عمر دغسی مذاکرو ته حاضر سی نو موږ به د هغه پر ضد هم خپلی وسلې استعمال کړو . اکبری وایی چی موږ خپلی کورنۍ تر شا پرې یښی دي تر څو د یرغلګرو په وړاندی خپل ایمانی مسؤلیت پر ځای کړو . ده زیاته کړه چی موږ په غرونو کی اوسیږو تر څو ملکی تلفات پېښ نه سی . د الجزیره خبریال عظیمی وایی چی کله تېره میاشت ما د دوی سره لیدلی وو ، اوس یې تعداد ډېر سوی او وسلې یې هم عصری سوي دي . اکبری د شوریانو په وخت کی هم د مجاهدینو یو قوماندان و .