کور / تازه خبرونه / ديوخصوصي بانک دمرستيال زوي په خپل موټر کې وتښتول شو

ديوخصوصي بانک دمرستيال زوي په خپل موټر کې وتښتول شو

ناپيژاندو وسله والو کسانو دعزيزي باند دمرستيال زوي په خپل  موټر کې په رڼا ورځ دکابل ښار دشپږمي حوزې څخه وتښتاوه اووسله والو ساتونکي يي ورته ټپي کړ.


دغه پېښه دجمعې په ورځ ١١ بجې شاوخا ددريمي کارتې په  نوم په يوه سيمه کې رامنځ ته شوې


دکابل دامنيه قوماندان جنرال سالنګي وايې چې دغه پيښه د١١ بجو پرمهال دښار لوديځ دشپږحوزې اړوند سيمه کې رامنځ ته شوې ده .


 هغه وويل چې په دې پيښه کې دعزيزي بآنګ دمرستيال زوي لطيف نومى دوسله والو لخوا تښتول شوي دي اوساتونکي يي ټپي شوي دي اودپوليسو لخوا شفاخانې ته انتقال شوي دي .


 هغه وويل چې دتښتوونکيو څخه يې يوي ماډل موټرسره دکله کوپ دچانټو او مرميو ترلاسه کړي دي .


هغه وويل چې دوي دښار هغه سيمه چې ګومان کيږي چې تښتوونکيو به دغه کس په کې پټ کړي وي محاصره کړې ده .


 پوليسو سيمه کلابنده کړې ده او تښتوونکي يې په يوه ځاي کې محاصره کړي دي .