کور / تازه خبرونه / خوست: كولورا ناروغي مخ په خپريدو ده

خوست: كولورا ناروغي مخ په خپريدو ده

په خوست ولايت كې د كولارا ناروغي مخ په خپريدو ده


د دغې ناروغۍ نښې چې د تيرو څو ورځو راپديخوا په دې ولايت كې ليدل شوي تر دې مهال له دوو سوو څخه زيات كسان پر اخته شوي دي.


د خوست ولايت د عامي روغيتا رياست وايي چې دوى د ناروغۍ د مخنيوي لپاره پراخې چارې پيل كړي ترڅو د ناروغي د زياتې خوريدو او ځاني تلفاتو مخه ونيسي.


په خوست ولايت دغه ناروغي وروسته له هغه خپريږي چې د هيواد په يوشمير نورو ولايتونو كې هم په دې ناروغۍ د ګڼ شمير كسانو د اخته كيدو خبر وركړل شو.


د خوست ولايت په بيلا بيلو سيمو كې له دوو سو څخه زيات كسان تر دې مهال د  كولارا په ساري ناروغۍ اخته شوي دي.


دغه ناروغي چې سخت ناست ناستى ، ګانګې او د خيټې درد لري ډاكټران وايي چې كه ژر تر ژره يې درملنه ونشي نو د نارغ د مړيني سبب كيږي.


 


په دې ناروغي چې لا له وړاندې  د هيواد په يو شمير ولايتونو كې خلك اخته ول، په خوست ولايت كې يې هم زياتې نښانې ليدل شوي دي.


 


د خوست ولايت د عامي روغتيا رئيس ډاكټر اميربادشاه رحمت زى منګل وايي چې دوى د ناروغي د كابو كولو لپاره په مركز او ولسواليو كې ټولو ډاكټرانو ته پوره دارو درمل په واك كې وركړي او د زيات كار كولو غوښتنه يې كړې ده.


د كولارا د كابو كولو يو مركز چې پكې د مركز او شاوخوا سيمو خلك تداويي كيږي دا مهال پكې يو شمير ماشومانو، سپين ږيري او ځوانان چې په دې ناروغۍ اخته دي تر درملني لاندې دي، دوى وايي چې ډاكټرانو ورسره ښه چلند كړى او ناروغي يې مخ په ښه كيدو ده.


سره له دې چې په خوست ولايت كې د كولارا ناروغي په چټكۍ سره مخ په خپريدو ده خو تر دې مهال د دې ناروغې له امله څوك مړه شوي نه دي


د يادولو وړ ده چې د خوست ولايت د عامې روغتيا كاركوونكو له ټولو خوست ميشتو وغوښتل چې د ناپاكو اوبو له څښلو ، ځڼډيدلو خوړو او نورو غير صحي توكو له خوړلو څخه ډډه وكړي