کور / تازه خبرونه / چارواکي د لسګونو تنو وسله والو طالبانو د وژني ادعاکوي

چارواکي د لسګونو تنو وسله والو طالبانو د وژني ادعاکوي

دميدان وردګو ولايت چارواکيو په دغه ولايت کې دلسګونوتنو وسله والو طالبا نودوژنې ادعاکوي .

ادم خان سيرت چې دوالي مطبوعاتي مسول دي وايې چې تيره ورځ له غرمي ورسته يې ددغه ولايت په نرخ اوجلريز ولسواليو کې علميات پيل کړيدي .

 هغه وايې چې په دې عملياتو کې مو په لسګونوتنه وسله والو طالبآن وژلي دي

نوموړي په دغه کسانو کې شفيق په نوم دطالبانودهغه قوماندان دوژلو ادعاهم وکړه کوم چې دچينايي انجينر چې څه موده وړاندې له دې سيمې څخه تښتول شوي وو دوژلوادعاهم وکړه

نوموړي وويل چې دغه کسان يې دنرخ اوجلريز په ولسواليو کې دامريکايانوپه مټ سره وژلي دي

دده په وينا په دې عملياتو کې دبهرنيوځواکونوپه ګډون پوليس اودملي پوځ هم ګډون درلود

خوذبيح الله مجاهد بيا يوازې دڅلورو طالبانودوژل کيدو خبره مني هغه وويل چې پاتې کسان ټول ملکي وګړي دي .

مجاهد وويل چې هروخت چې دولتي ځواکونه ملکي وګړي ووژني نودوي ادعاکوي چې طالبان يې وژلي دي .

تايد شوي راپورونه وايې چې دجمعې ورځې تر مازديګر پورې دنرخ اوجلريز ولسواليو په مربوطاتو کې دبهرنيو ځواکونوهوايې ځواک ليدل کيده اوډير ټانګونه يې سيمې ته تللي دي .