کور / تازه خبرونه / دلوګر دولايتي شورا غړي ناپيژاند و وسله والو وواژه

دلوګر دولايتي شورا غړي ناپيژاند و وسله والو وواژه

د لوګر په ولايتي شورا  يوتن غړي تيره شپه د نامعلومو وسلوالو له خوا ووژل شوي اود کورنۍ يو شمېر غړي يې ټپيان شول .

 د لوګر ولايت د جنايي مدير سمونمل محمداجان عابد،  وويل چې د ولايتي شورا د غړي اغاګل خوشيوال په سرف موټر کې  ٧:٣٠  بجې د خوشي په قلعه وزير سيمه کې بريد وشو .

 د نوموړي په وينا، خوشيوال د خپلې کورنۍ له يوشمېر غړيو څخه له پل علم ښارنه د خوشي په لور روان  وو چې دوسله والو طالبانوتربريد لاندې راغئ .

نومړي وويل چې  پوليس په خپل وخت  سيمې ته رسېدلي ، خو تراوسه يې ددي پيښي په تړاو څوک نه دي نيول شوي .

 نوموړي زياته کړه چې دولايت شوراغړي  شخصي دښمني نه درلوده او بريد پرې طالبانو کړى  او وژلى يې دي

خووسله والو طالبانو بيا تردې دمه ددغه وکيل دوژنې پړه نه ده منلي دې ولايت په مربوطاتو کې نا امنيو زور اخيستي دي .

ددغه ولايت والي دروژې په مبارکه مياشت کې هغه مهال ديوماين په واسطه لمنځه يوړل شو چې له خپل کورڅخه ولايت ته روان وو .