کور / سياسي / بريتانوي ځواکونه، سوله-ساتي که جګړه پاروونکي؟

بريتانوي ځواکونه، سوله-ساتي که جګړه پاروونکي؟

(سوله ساتو ځواکونو په نادعلي کې شا و خوا شل بېګناه خلک ووژل)


له هغې ورځې چې بريتانوي ځواکونه هلمند ته راغلي امنيتي وضعيت د هر کال په تېرېدو سره بدتره شوى او دغو ځواکونو په ځينو مواردو کې داسې کارونه وکړل چې قصداً يې وسلوال طالبان غښتلي او د هغوى روحيه پياوړې کړه.


تر بريتانويانو مخکې په هلمند کې امريکايي ځواکونه مېشت وو، چې په ٢٠٠٧م کال کې ورته بريتانوي ځواکونه راغلل او د بهرنيو ځواکونو قومانده هم دوى ته وسپارل شوه.

بريتانويانو په هلمند کې دومره ړندې بمبارۍ وکړې او دومره عام خلک يې ووژل چې په نورو ولايتونو کې يې سارى نه و ليدل شوى. دا چې د خوار هلمندي ولس ږغ تر رسنيو پورې نه رسېږي او ځينې کسان ورته د خوشحالۍ چکچکې کوي دا بېله مسئله ده. وسلوال طالبان په دې ولايت کې دومره غښتلي شول چې د هلمند ولايت تر دروازو پورې راورسېدل، هم يې بهرني ځواکونه ويني او هم افغان ځواکونه ورڅخه خبر دي.

د نشه يي موادو کر او قاچاق دومره زيات شو، چې په ټول تاريخ کې يې سارى نه و ليدل شوى، همدغه بهرنيان نارې وهي چې نشه يي مواد وسلوال طالبان غښتلي کوي او ګټه يې تروريستي ډلو ته رسېږي. په خپله بريتانوي ځواکونو د هلمند ولايت په سيمه ييزو راډيوګانو کې داسې اعلانونه خپرول چې: موږ دلته د کوکنارو له منځه وړلو لپاره نه يو راغلي، موږ دلته ستاسو د کوکنارو له کروندو سره کار نه لرو او يوازې غواړي تروريستان له منځه يوسو…

خو وروسته چې دا دسيسه رسوا شوه، بريتانوي ځواکونو دا په ترجمه کې يوه غلطي وګڼله او بخښنه يې وغوښتله.

تېر کال دوه بهرنيان هلمند ته راغلل، د هلمند والي اسدالله وفا دغه دوه بهرنيان خبريالانو ته وښوول چې په پټه د هلمند موسى کلا او د طالبانو تر ولکې لاندې نورو سيمو ته تللي وو، د هلمند والي وويل دغو بهرنيانو له طالبانو سره کتلي وو.

دغو دوو بهرنيانو وروسته مطبوعاتو ته وويل چې له طالبانو سره يې اقتصادي او مالي مرستې کړي او غوښتل يې په موسى کلا کې طالبانوته داسې کمپ جوړ کړي چې دوى به په کې روزنه ويني.

د حيرانۍ ځاى دى، سوله ساتي ځواکونه غواړي خپل دښمنان وروزي او مالي مرستې ورسره کوي.

موسى کلا چې کله قومي مشرانو ته وسپارل شوه، په نړيواله کچه غبرګونونه راوپارول شول، ايا دا يوه دسيسه وه؟

کله چې بريتانوي ځواکونه په هلمند کې عمليات پيلوي، په پيل کې ستره تبليغاتي جګړه پيلوي، چې موږ به تر عملياتو وروسته بيارغونه کوو. په دې خبرو يې د هلمند چارواکي هم تل تېرايستلي دي، د ساري په توګه کله چې تېر کال په موسى کلا کې د وسلوالو طالبانو پر ضد پوځي عمليات پيلېدل، د هلمند والي اسدالله وفا هغه وخت وويل:

موږ به تر پوځي عملياتو وروسته په موسى کلا کې دومره زياته بيارغونه وکړو، چې دغه ولسوالي به د ټول افغانستان په سطحه يوه نمونه ولسوالي وي.

عمليات وشول، سيمه ظاهراً له طالبانو پاکه شوه، خو يوازې بريتانويان او افغان ځواکونه وتوانېدل د موسى کلا مرکز له وسلوالو طالبانو ونيسي. اوس په موسى کلا کې طالبان بيا فعاله دي، نه بيارغونه وشوه او موسى کلا يوه نمونه ولسوالي شوه.

يوازې د موسى کلا مرکز د دولتي ځواکونو په لاس کې دى، شا و خوا بيا طالبان فعاله دي او که څوک شک په کې ويني، موثق اسناد ورښوولاى شو.

بهرنيو ځواکونو چې يو مهال يې تبليغات کول چې د يوه اينچ په اندازه شيان هم عکاسي کولاى شي او ويني يې، خو اوس د هلمند په باغران، نوزاد، سنګين، واشېر، ديشو، رېګ او نورو ولسواليو کې د طالبانو په وسلو ډک موټران نه ويني او ان چې په ځينو مواردو کې عام خلک تور لګوي چې په خپله بريتانويان د وسلوالو طالبانو امنيت نيسي او ساتنه يې کوي. وسلې او نور تجهيزات ورکوي.

په دې وروستيو کې نادعلي ولسوال وسلوالو طالبانو ته ورسپارل او مخنيوى نه کول، هغه دسيسه ده چې د هلمند د امنيې پخوانى قوماندان محمد حسين انډيوال په خبر دى او دى پر همدې مسئله له خپلې دندې ليرې کړاى شو.

که ځينې ترجمانان تور لګوي چې د لښکرګاه په پي ار ټي کې دننه د ځانمرګو بريدونو واسکټونه عيارېږي، د ملي اردو يو قوماندان بيا وايي همدغو بريتانوي ځواکونو په نادعلي او نورو سيمو کې ورته ماينونه ښخ کړي او پر دوى يې چوولي دي.

د ملي اردو يو قوماندان چې نوم نه اخلي وايي بريتانويان په زياتو ولسواليو کې د جګړې په وخت کې ويني چې طالبان راروان دي، د مړه مار غوندې هېڅ حرکت نه کوي او غلي وي. د حيرانۍ وړ خبره خو دا ده چې په ځينو مواردو کې همدغه وسلوال طالبان هم بهرنيانو ته څه نه وايي.

يوشمېر طالب چارواکي خو وايي، افغان کارکوونکي د بهرنيانو سترګې دي، موږ بايد د بهرنيانو سترګې وباسو.

څه موده مخکې مې له يوې بهرنۍ خبريالې سره وکتل، هغې ژړل او ويل يې د ناټو ځواکونو يوه خاصه ډله (بورقه) چې زياته برخه يې انګرېزان دي، په ميوند کې عام خلک د ښځو او ماشومانو په ګډون وژني، دغه بهرنيان دليل راوړي چې په ميوند کې يې په لسګونو عسکر کلونه مخکې وژل شوي، له دې کبله له دغو عامو افغانانو غچ اخلي. دغې بهرنۍ خبريالې ژړل او له نورو يې په دې برخه کې د پلټنې غوښتنه کوله.