کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ميدان وردګو کښي د طالبانو پر ضد بل ولسي پاڅون

په ميدان وردګو کښي د طالبانو پر ضد بل ولسي پاڅون

د ميدان وردګو ولايت  ولس اوس نو د طالبانو له زور زياتي ، فرمايشتونو ، تښتونو او وژنو څخه تر پوزې راغلى او له پاڅونونو پرته بله لار نلري .

په دې ولايت کې زياتره وخت وسلوال طالبان ، چې صفونه يې له نشه يانو ، غلو ، پخوانيو ټوپکمارو ، يتيمانو ، پلار شړليو او نورو بې بندو باره کسانو ډک دي د خلکو له کورونو او باغونو څخه په کورنيو او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي او ددې ولايت د خلکو ژوند يې له مرګ سره مخ کړى دى .

ددغه ولايت ولس دا څو کاله د طالبانو بېلابېلو زور زياتيو ته زياته حوصله وکړه او دا هر څه يې وزغمل ، خو اوس ددې ولس د صبر کاسه ډکه شوې او نور دا ډول بريدونه ،وژنې ، تښتونې او د جاسوس په نامه ټاپې نشي منلى او اړ دي چې ددوى پروړاندې ددې ولايت په بېلابېلو برخو کې ولسي پاڅونونه وکړي .

نږدې يوه اونۍ مخکې ددې ولايت د جغتو، سيداباد، نرخ او جلريز ولسواليو په زياترو سيمو کې ولس د طالبانو پرضد پاڅونونه کړي وو او ددې پاڅونونو د پراخولو خبر يې هم ورکړى وو ، چې دادى ، تېر ورځ يو ځل بيا د جلريز او نرخ ولسواليو په څو سيمو کې يوځل بيا د ولسي پاڅونونو خبرونه ورکړل شول .

دباروي سرچينود معلوماتو په اساس، دغه پاڅونونه تېروه ورځ  د نرخ په توکرک ، کانيزت ، دادل ، ده حيات او د جلريز ولسوالۍ د تکانې  ، باغ لنګک او قلعه ملک او د سيداباد ولسوالۍ په اونخي سيموکې شوي او ددغو سيمو ولسونو وسلوال طالبان له خپلو کليو څخه شړلي دي .

دغو خلکو ويلي دي ، چې هر ورځ به وسلوالو طالبانو ددوى له کليو څخه په امنيتي ځواکونو ډزې کولې او ددوى دکورنيو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى وو، ددغو سيمو اوسېدونکي شکايت کوي ، چې وسلوال طالبان  له دوى څخه په زور ډوډۍ  اخلي ، د پخلي سامانونه ترې وړي  او که يې څوک ورنکړي ، نو بيا د دولت د پلوي او جاسوس ټاپې پرې لګوي او وژنې يې .

دغه خلک وايي چې دوي خپله يوې مړۍ ډوډۍ ته حيران دي او ددې توان نلري چې ډلې ډلې وسلوال طالبان ، چې ددوى ژوند يې له کلونو کلونو راهيسې د پرمختګ پر ځاى بېرته شاه ته بيولى، په خېټه وساتي .

ددې ولايت ولس وايي چې طالبان يوې خواته خلکوته وايي چې په دولت ، موسسو  او نورو ادارو کې کار ونکړئ او بله خوآ بيا له دوى څخه ډوډۍ ، پيسې ، مهمات ، وسله او د اوسېدوځايونه غواړي ، دوى وايي چې له دې ژوند څخه خو مرګ غوره ده، نو اړ دي چې پاڅونونه وکړي او که په پاڅونونو شل نه شوه،، نو بيابه وسلې ته لاس کړي او ددې ولايت هر کور به د وسلوالو طالبانو پر وړاندې سنګر کړي .

د ياد شوي ولايت ولس وايي چې ترڅو به له خپل کلي او کور څخه نورو ولايتونو ، ښارونو او سيمو ته کډې باروي او يا به په يوه او بل نامه ځورل او وژل کيږي، ښه داده چې له خپلو سيمو څخه نابلل شوي ورانکاري وباسي او ولس  نور له دې ځان غوښتنونکې  پديدې خلاص کړي .

ددې ولايت ولس ځکه نور له طالبانو تر پوزې راغلي چې په نوموړي ولايت کې يې د بيارغونې زياتره پروژې په ټپه درولي او نه پريږدي چې ددې ولايت سړکونه ، روغتيايي کلينيکونه ، ښوونځي ، د اوبو بندونه او نورې د اړتيا وړ پروژې پيل او بشپړې شي .

 له مرکزي دولت  څخه د ميدان وردګو ولايت د ولس هيله داده چې دغه ولايت ته دې د بيارغونې او امنيت په برخه کې جدي  پاملرنه وکړي او د ولس غږ او غوښتنې دې واوري .