کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې امریکا ته د ایران پاکستان او کوریا د نوي ایتلاف د جوړیدو خبردارې ورکړې او لیکلي دي چې ایران د عراق او افغانستان په کورنیو چارو کې په لاس وهنې سره د سیمې حالات لا کړکیچن کړیدي.


ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر په حواله لیکلي دي چې د افغانستان روان حالات ویره وونکي او پیچلې دي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د نشه يې توکو په خلاف په مبارزه کې د ښکیلیدو لپاره د ناټو په وروستۍ پریکړې تبصره کړې ده.



د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې ایران د افغانستان سرحدي پولیس تاوتریخوالي ته هڅوي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام د الجزیرې ټلویزیونې شبکې په استناد لیکلي دي چې د افغان پوله ساتو ځواکونو یو شمیر سرتیري د دولت له مخالفینو سره یو ځاې شوي او اوس د دولتي او بهرنیو ځواکونو پر ضد جنګیږي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د اربکیو د جوړولو په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا د ولس او دولت ترمنځ د باور د رامنځ ته کولو لپاره لومړنې ګام دې.



د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په روانو ستونزو تبصره کړې او د ولسونو سره د اړیکو په پیاوړې کولو يې ټینګار کړې دې.


ورخپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د معیوبینو د ژوند شرایط څیړلي او هغوې ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.



د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې په نوي طرحې تبصره کړې چې د ناټو ددفاع د وزیرانو په وروستۍ غونډه کې مطرح شوې او لیکلي دي چې دا طرحه به ډیر زر عملي شي.


ورځپاڼې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر دا وینا هم راغستې چې  ویلي دي هغه هیوادونه چې غواړي افغانستان دښمنانو ته وسپاري ښه به دا وي چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.


ورځپاڼې بیا هم په افغان کابینه کې اعلان شویو بدلونونو ته کتنه کړې او لیکلي دي چې په دغه بدلون کې ځینې هیوادونه ښکیل دي.



د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د لوږې او بیولۍ په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې د نړیوالې ټولنې مرستې سلیقه يې دي.


ورځپاڼې د مشرانو د قومونو او قبایلو د کمیسون په حواله لیکلي دي چې طالبان به د امن په جرګه او د سولې په کمیټه کې برخه واخلي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د خوراکي موادو په کمښت او  راروان ژمي تبصره کړیده.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې په لویدیځ زون کې سختې وچکالۍ ته په اشارې لیکلي دي چې د زرګونو انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ دې.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان لپاره ددغه سازمان د ځانګړي استازي په څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې کې ایډي هم نا امیده شوې دې.


ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې ایران د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له خبرو سره خپل کلک مخالفت څرګند کړې دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.


انیس  پخپله سرمقاله کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو سره د ایران په مداخلت تبصره کړې او هغه يې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه بللې ده.


خو اصلاح بیا د افغاني سرې میاشتې ټولنې په فعالیتونو تبصره کړې او له هغې سره مرسته يې د هر افغان دنده بللې ده.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې د سیمې د هیوادونو د سیاستونو د انډول په اړه یو مطلب خپور کړې او د هغهې پایلې يې څیړلي دي.


په ورځپاڼه کې د اسلام او سولې په نامه د جوړ شوي سمینار په اړه هم چې په کابل کې جوړ شوې وو یو مطلب خپور شوې او هغه څیړل شوې.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د سپورټ په وړاندې شته ستونزې څیړلي او هغې ته د پاملرنې غوښتنه يې کړیده.