کور / تازه خبرونه / دهفت اسيادپه سيمه کې دکمپاين په کاروان بريد سوئ

دهفت اسيادپه سيمه کې دکمپاين په کاروان بريد سوئ

وسله والو طالبانوتيرمازديګر دسيداباد ولسوالۍ دهفت اسيادپه سيمه کې دکمپاين په کاروان بريد کړي څلورموټر يې سوځولي اوپنځه موټر يې روغ رمټ له ځان سره بيولي دي .

دوسله والو طالبان وياند ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه وايي چې بريد يې تير مازديګر دکمپاين په کاروان کړي وو چې ترماخوستن پورې يې دوام وکړ .

مجاهد وايې چې په دې بريد کې يې شپږ دامنيتي کپمنۍ وسله والو هم وژلي دي اووسله يې دوي په غنيمت ورغلي ده .

دميدان وردګو ولايت يوتن لوړپوړي چارواکي دنوم دنښودلو په شرط وويل چې بريد شوي دي اويوپراډو موټر اودوه ټانکر يې له ځان سره وړي دي .

دغه چارواکي ددې ترڅنګ دنرخ په ولسوالۍ کې دجګړي راپورهم ورکړ .

او زياته يې کړه چې په دې ولسوالۍ کې دبهرنيوځواکونو لخوا بمبا ري هم شوې خواوښتي تلفاتوپه اړه يې دقيق معلومات نه شته .

دميدان وردګو ولايت يو دهغه نا امنه ولايتونوله ډلي څخه دي چې په دي وروستيو کې دوسله والو مخالفينو په يوه لوي مرکز بدل شوي دي .

دوه ورځي وړاندې په دې ولايت کې دملي اردو يوافسر اعدام کړل  شو اوتيره ورځ يې دسيداباد ولسوالۍ دپوهني مدير چې يوپخوانى مجاهد وو دنامعلومو وسله والو کسانولخوالمړىوتښتول شو اوبيا دټوپک په ډزوسره ووژل شو چې مړ يي تيره ورځ پيداکړل شو .