ستره محكمه: پروېز مشرف دي پوځي كور خالي كړي

34 | اکتوبر 25th, 2008



د پاكستان ستري محكمې له پخواني ولسمشر متقاعد جنرال پروېز مشرف څخه په راولپنډۍ كي د پوځي كور د خالي كولو غوښتنه كړې.
په اسلام آباد كي د ستري محكمې له خوا په يوه خپاره سوي بيان كي راغلي په دا چي جنرال پروېز مشرف له پوځ څخه تقاعد سوى دئ بايد د پوځ كور خالي كړي.
محكمه وايي له پخواني ولسمشر څخه به دا پوښتنه هم وسي چي په اسلام آباد كي د كروړونو روپيو په ارزښت كور يې د كمه كړى دئ.
رپوټونه وايي جنرال مشرف يوازي په اسلام آباد كي كورونه نه دي جوړ كړي، بلكي د پاكستان په ډېرو ښارونو كي د ډېرو كورونو او يوه ۲۲ منزله تعمير څښتن هم دئ، چي له مشرف څخه يې په اړه بايد پوښتنه وسي چي په دولتي معاش يې دونه جايداد څنګه ترلاسه كړ.

Copyright Larawbar 2007-2024