پاك افغان امن جرګې ته د تياري غونډه پيل سوه

34 | اکتوبر 26th, 2008



د پاكستان او افغانستان ترمنځ د امن جرګې ته د تياري غونډه په اسلام آباد كي پيل سوه.
په دې غونډه كي د افغان پلاوي مشري د بهرنيو چارو د پخواني وزير ډاكټر عبدالله پر غاړه او د پاكستاني اړخ دا د پښتونخوا ايالت والي اويس احمدغني كوي.
د پاك افغان امن لومړۍ جرګه چي د ۲۰۰۷ كال په اګست كي په كابل كي جوړه سوه، ټاكل سوې ده چي دوهمه يې په پاكستان كي جوړه سي.
د نن ورځي په غونډه كي به دواړه غاړي په را روانه جرګه كي د طالبانو پر ګډون باندي د نظر تبادله وكړي، خو پر تېره جرګه تر ټولو غټ انتقاد دا و، چي د افغان دولت مخالف طالبان چي د ستونزي اصلي لامل دي په تېره جرګه كي يې ګډون نه و كړى.
بلي خواته طالبان په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو د سته والي په صورت كي له هر راز سوله ايزو خبرو اترو څخه نټه كوي او وايي د خارجيانو تر وتلو وروسته د افغانستان موضوع ډېره آسانه حلېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024