کور / کیسه / له ځان سره مو وخندل

له ځان سره مو وخندل

ماشوم توب و هری خواته ډلی ډلی ماشومان په خپلو لوبو مشغول ول زه او زما ملگری هم په خپلو لوبو مصروف ولو،کله به مو پټ پټانی کوه ، او کله به مو د خټو نه جوړ موټرونه چلول. پدی نه پوهیدو چی په دنیا کی څه تیریږی دخپل ژوند بادشاهان ولو، هری خواته به تلو په بیالو کی به مو لمبل له ونو نه به مو تازه میوی راشکولی او بیا به مو خوړلی د کور غمونه را سره نه ول ، د ډوډی غم راسره نه و ،ولږه به مو نه احساسوله په خپلو لوبو کې به داسی مشغول ولو، چه ورځ به تیره شوه او د ماښام تاریکی به هری لوری ته په خپریدووه  ،ملگري به مې د تاریکی له وجی زرزر خپلو کورونو ته لاړل او زه به دخپل کور په طرف روان شوم او د صبا ورځی د راتلو انتظار به مو باسته  ،او ویلی به مو چه خدایه زر سباکړی چی خپلی لوبی بیا پیل کړو له گردنو ډکی جامی به کورته لاړو او د مور له ډاره به په یوه خوندی ځای کې پټ کیناستو تر څو مو مور خیرنی جامی ونگوری  ،او پلار ته مو حل و نه وایی. په ترس او هراس کی به ولو، یا به مو ډوډۍ خوړله او یا به دډار له وجی په ولږه بیده شولو.

دا لوبی به هره ورځ جاری ولی  ،د روسانو د حملو ترس به مو په فکر کی هم نه و خو یو ماښام په لوبو بوخت ولوچی ناڅاپی مو د دزو اوازونه واوریدل  ،انډیوالان  مې ټول تیت په ترک شو څوک یو خوا او څوک بل خواپه منډه شول او خپل ځانونه یی کورو ته ورسول زه  او زما د ماما ځوی لا هملته پرځای ولاړولو، چی د غره له طرفه د مجاهدینو یوه لویه ډله د سین په طرف په تیزۍ روان وله ، او رنگارنگ وسلی ورسره لیدل کیدی په همدی وخت کی یو له دی کسانو ما ته او زما دماما زوی ته وویل چی ځۍ لاړشۍ  خپلوکورو ته ننوزۍ چی په گولۍ و نه لگیږۍ موږبیا هم په خپل ځای ودریدو او حیران ولو چی څه به شوی وی ملگری مو ټول لاړل په همدی فکر کی ولو چه څه اوکړو کوم خوندي ځای ته لاړسو چی لوبی وکړو چی د لوی دروازی د زنجیر اواز مو ترغوږو سو، وروسته مو چی وکتل نو  بابا د چاردیوالۍ د لوی دروازی نه بیرون ته راووت او په موږ دواړو یی سترگی ولگیدی او په قهر یی موږ ته وویلی چی ورک شۍ دننه راشۍ چی د روسانو حمله ده هسی نه چی خدای مکه ژوبل نشی د بابا له ډاره مونږ دواړه په منډه  ،د لوی دروازی پطرف روان شولو او د ننه لاړو بیرون د ډزو اوازونه نور هم په زیاتیدو ول ، ان داچی د لویو وسلو اوازونه هم پکی شامل شول په ټول کلی کی د ډزو اوازونه ول خلکو په بیړه بیړه ځانونه کورو ته رسوول مونږ لا د لوی چار دیوالۍ د ننه ولو چی په کوڅه کی شور ماشور شو یو چا اواز وکړو چی د خدای لپاره و می ژغورۍ چی مرمه مونږ چی دا اواز واریدو نو په منډه د بابا پطرف لارو او ورته مو وویل چی  بیرون څوک اوازونه کوی او وایی چی و می ژغوری بابا په تیزی سره را پاڅیدو او د لوی دروازی په طرف روان شو دروازه یی خلاصه کړه ، گوری چی د انگورو د باغ دهقان په گولۍ لگیدلی او په وینو کی لت پت پروت دی په همدی وخت کی د ناظر زوی هم را ورسیده او دواړو زخمی دهقان د لوی دروازی دننه راوستو او په زخمونو باندی یی ورته ټيکرونه تاو کړل او کلک یی ورته و تړه تر څو وینه زایه  نشی.

ما او زما د ما ماځوی هم لکه د شفاخانی د نرسانو په شان هر څه په تیزی سره راوړل تر سو د زخمی د وینو بهیدو مخ نیوی وشی. لږ وخت تیر نه و چې کاکا مې د کلي د لیاری  په خپل موټر کی راورسیده او ډیر وارختا معلومیده دروازه یی پرانیسته او داخل ته راننوت او په دهقان باندی یی سترگی ولگیدی چی په وینو کی لت پت د بیهوشۍ  په حالت کی پروت دی بابا ورته وویل چه لده سره څه اوکړو اوڅنگه یی د ولسوالۍ شفاخانی ته ژر ورسوو . بیرون جنگ زیات دی کاکا می وویل چه هر څه کیږی ، دا به شفاخانی ته رسوو که ويی نه رسوو نو خپل ژوند به له لاسه ورکړی واړه واړه ماشومان لري . هله زر شی او تر موټره یی ورسوۍ .

کاکا مې اود ناظر زوی دواړو په تیزۍ سره زخمی دهقان موټر کی واچو او په تیزۍ سره یی د ولسوالۍ شفاخانی  په طرف روان شول کاکا می دمره هم فکر  و نکړو چی خدای مکه کومه د توپ گولۍ  دده په موټر برابره نشی او یا پری څوک کوم بل گومان ونکړی چی پدې ډزو کی ولی دا موټر په تیزۍ سره روان دی ، خو داچې د کلي لیاره لږ با امنه غوندی وه دوی لاړل او زخمی یی شفاخانی ته ورسوو تر ډیره  وخته می د کاکا څه اته پته نه معلومیده په کورکې ټول پریشانه ناست ول رنگ رنگ فکرونه کیدل او ویل یی چی خدای دی خیر کړی ناوخته شو او تر اوسه را نغلو ، پدی وخت کی بابا ویل چی کوم کس به ورولیږو تر څو اته پته یی معلومه کړی خوټولو وویل چه نه داسی نه کوو ، خدای مهربانه دی هغه نیکی کړی ده او خدای تعالی به یی سهی سلامت راولی په همدی فکرونو کی و چی د موټرد راتلو غږ شو ټول خوشحاله شول چی راغی  .کاکا می په رښتیا سهی سلامت کور ته را دننه شواو ویویل چی دهقان می شفاخانی ته ورسوه  نور دی پری خدای خپل فضل وکړی چی روغ رمټ د شفاخانی نه را ووځی. که ډزی کراره شوی نو کور ته به یی خبر هم ورکړو. د کور خلک ټول په خونو کی ناست ول ماښام را نژدی شو د ډزو اوازونه هم په کمیدو ول ، لږ وخت تیر شو چی ډزی بلکل خلاصی شوی او امن امان شو اهسته اهسته سپین ږيری  او نور خلک د کورونو نه را بهر شول چی وگوری چی څه تیر شوی د بیرون د مسجد په مخکی ولاړ ول  ،تر سو ملا صاحب اذان کوی دوی حالت ارزیابی کری په همدی خبرو اترو کی ولاړ ول ، چی د مجاهدینو ډله په تیزۍ سره د غره لوری ته روانه وله او تر څو خپل خوندی ځای ته ځان ورسوی .

کله چی ډله را نژدی شوه ، نو قومندان صاحب یی وویلی چی خان صاحب نن مودرته دروسانو د وینو سیلابونه وبهول ورپسی ټولو مجاهدینو د الله اکبرناری وهلی دوی د غره په طرف روان ول. پدی وخت کی د مسجد ملا امام صاحب د ماښام د اذان لپاره د مسجد نه بیرون راووت او ما او زما دماما زوی ته یی وویل چی زرشۍ اودسونه مو وکړی  جمعي ته راشی مونږه داوارو د اوداسه لپاره لاړو او بیرته د اودس کولو نه پس مسجد ته داخل شولو،او په اخری صف کی ودریدو او د ملا صاحب پسی مو لمونځ اداکړو دعا مو پریښوده دواړه د مسجد نه بیرون راووتوتر څو خپلو لوبوته دوام ورکړو مگر بابا لوبو ته پری نښودو او خپل خپل کورونو ته یی ننویستو او راته یی ویل چې ځۍ لاړ شی چی حالت درست ندی ما او زما د ما ما زوی یو بل ته وکتل او ناخوالی خپلو خپلو کورو ته لاړو. شپه سبا شوی د سهار وخته د مکتب د تلو لپاره مو امادگی ونیوله تر څو په خپل وخت مکتب ته حاضر شو. مونږ دواړه په ساتیرۍ ساتیرۍ د مکتب په لور روان ولو چی یوه ډله د کلی خلک زمونږ مخی ته راغلل چې جنازه یی په اوږو کړی وه او د تدفین لپاره یی هدیری ته وړله د لاری یوی خواته ودریدو او تماشه مو کوله د جنازی په کسانو کی چا ژړل او څوک غمجن ول پدی خلکو کی د ناظر زوی زمان هم و چی مونږه یی ولیدو راتاوشو او ویل یی چی ځی لاړشۍ مکتب ته چی درباندی ناوخته نه شی ما تری پوښتنه اوکړه چی څوک مړ شوی  ؟

هغه راته په ځواب کی وویل چی : گلالی پرونی جنگ کی شهید شوی ډیر زیات خفه شولو ځکه چی گلالی ډیر ښکلی ځوان و ،له ځان سره مو وویل چی خدای دی وبښی د مکتب په لوری روان شولو کله چی مکتب ته نژدی شولو گورو چی د مکتب د تعمیر نه د اور لوگي اوچتیږی او ټول هلکان  بیرون ورته ولاړ تماشه کوی مونږ هم لاړو او دنورو په شان همالته ودریدو او تماشه مو کوله رنگا رنگ خبری کیدی چی دا مکتب ولی ؟ او چا سوزولی دی ؟  معلمان صاحبان په همدی خبرو کی گډ ول چی یو سړی راغی او ویویل چی دا مکتب د شپی  سوزول شوی معلومه نشوه چی څوک ول ؟او ولی یی دا مکتب وسو ؟. دوی دومره هم فکر و نکړو چی پدی مکتب کی د وطن اولادونه درس وایی . وختونه په تیزۍ تیریدل او جنگونه هم زیاتیدل محبوره شولو چه پاکستان ته کډه شو او هلته د هجرت ژوند اختیار کړو. کلونه تیر شول وړوکی ولو ، را ځوانان شولو مکتبونه مو خلاص کړل فاکولتی مو خلاصی کړی په وظیفه شولو اما د ډیرو کلونو نه پس چی بیرته خپل وطن ته راستانه شوو او بیا موقع په لاس راغله چی خپل کلی ته لاړ شم ، او هر څه  له نژدی نه  تماشه کړم چی کله زه او زما د ماما زوی لاړلو نو ومو لیدل چی کلاگانی په هماغسی شکل ولاړی اود مسجد دیوالونه کم کم رنگ شوی د چاردیوالی لویه دروازه ایستل شوی نور هر څه په خپل حالت پاتی د مسجد تر مخی سوپی کی ماشومان لوبی کوی څوک پټ پټانی کوی او څوک د خټو نه جوړشوی موټرونه چلوی او څوک په نورو لوبو بوخت دی نو مونږته هغه خپل وخت را یاد شو چی په هغه ځایو کی چی د اوس ماشومان لوبی کوی دلته مونږه هم لوبی کولی او د بادشاهی ژوند مو کولو هره لحظه د  وړوکتوب مو راپه یادیدله. د انگورور د باغ دهقان چای راوړل لږ ځه زوړشوی وه نور سم سهی وه د ماشوم توب هغه لحظی مو چی رایادیدلی نو له ځان سره مو خندل.