چارواکي : وسلوالو طالبانو د هاليوډ ۱۷ تنه کارګر تښتولي دي

د لراوبر اداره | اکتوبر 26th, 2008


په کونړ کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د هاليوډ په نامه دسړک جوړونی د يو شرکت ۱۷ تنه کارکوونکي تښتولي دي، د کونړ دوالي وياند ادريس غروال په وينا دغو کارګرو د ماڼوګي ولسوالۍ په شوړيک سيمه کې پر يو سړک کار کاوه، چې وسله والو طالبانو له ځانه بوتلل، غروال زياته کړه چې سيمې اوسېدونکو او قومي مشرانو څوتنه کارګر د طالبانو له منګولو ژغورلي او يو شمېر اوس هم له هغوی سره یرغمل دي، وسله والو طالبانوتر دې دمه لا د تښتول شويو مزدورانو په اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024