کور / شعر / ژوند يو امتحان دئ

ژوند يو امتحان دئ

ددې دنيا په ژوند باور مه کړه ډيرژرتيريږي
دهغه لمرپه شان پروخت د ماځيګر چي لويږي
ژوند د دنيا يوامتحان دی
ستادهرسوال جواب قرأن دی
جنت دې ځای دی که کاميابه سولې
داقول کړی پاک سبحان دی


دبېدينی اغزي ددې مځکې پرسرډيريږي


تخم د د ين وپاشه ډيرښه په ثمررسيږي
اخته په مينه ددنيا يې ولې
ددين په لاره کي پرشا يې ولې
له أخيرته بې خبره ناست ېې
اسلام دي هيرکړی بې پروايې ولې
ښه مسلمان دخدای په لارکي پرسنګرجنګيږي ،
دخپل اسلام لپاره هروخت ترخپل سرتيريږي
دبد بختی له حاله ځان وساته
پرد ين ولاړاوسه ايمان وساته
دګناهوپرلارسفرمه کوه
قدم پرلارد د ين روان وساته
دعقيدې په رڼا ستا ايمان سره زرګرځيږي
لکه سپوږمۍ په تجلاؤو چې دلمرځليږي
عزت دپاک خدای وکلام ته وکړه
ښه پيروي دخدای احکام ته وکړه
ترڅوچي ژوند په دې دنيا وي پاته
ته هم خدمت وخپل اسلام ته وکړه


ټول ګناه کاره به په ورځ کي د محشرشرميږي ،
او مومنان به په اوبوکي د کوثرلمبيږي



انسانه پاڅه نورخوبونه پريږده
د دې فاني دنيا شوقونه پريږده
مينه د خدای اودرسول ولره
دشيطاني کارهوسونه پريږده
له شيطاني مينې انسان ته ډير ضرر رسيږي
لکه په شمع چي دخوارپتنګ وزرسوځيږي
د أخرت خزانې پر دې دنيا دي ډيرې
لکه دريګوغونډې چې پر صحرادي ډيرې


مځکه ددين په کلنګ واړوه ته



دخداي د رحم باغچې پرهره خوادي ډيرې
په توره شپه کي د ښايستی سپوږمې اثرمعلوميږي ،
په شان د لمرسه چي دجګوغروپرسرراخيژي
دلويه خدايه هدايت غواړمه ،
په ژوند کي دين د محمد غواړمه
له بې دينی موپه امان کې خدايه ،
زه ( سيد) تل د خدای رحمت غواړمه
بې دينه خلک د صراط دپله پرسرښوېېزي ،
لکه خالي کښتی پرمخ د سمندرغرقيږي


نيټه…. ٢٠٠٧/٠٩/٩
ډنمارک



د لغمان تنکي ګلان


يوه ډله چې اکثره يې ځوانان وه
پښتانه وه دلغمان تنکي ګلان وه
څوک معيوبه په هغوی کښي څوک ناروغه
څوک بياهم ديوه من وړو په ارمان وه
چا شلېد لي څپلی هم وې په پښوکړې
دخواری اومزدوری په نيت روان وه
امېدونه ارمانونه يې په زړو کې
له خپل کلې نه روان مخ پرايران وه
پلاراومورکلی اوکور شول ترې نه پاته
هم خفه په سې ملګري اوياران وه
د ميوند ولسوالی ته چي نيژدې سول
پرلولارورته ولاړ نورظا لمان وه
له هغه ځاۍ نه يې بل کلي ته بوتلل
د خپل ژوند په ختمېدو ډېر پرېشان وه
په نامه د حکومت کومک کونکي
بې ګناه ټول مسافرهلته بنديان وه
هغه ووچې ډېرپه ظلم ظالمانو
په ناحقه قتل کړي غريبان وه
داخبرچي يې وکورکلي ته راغلی
له دې غمه په ژړاخپل وپرديان وه
خواره مور يې د خپل زوی مړي ته ناسته
ورته پاته هم بې پلاره يتيمان وه
داسي نه دی چې لغمان تنها ژړيږې
په دې غم باندې شريک هم قندهاريان وه
زما سيد داغه پيغام دی ولغمان ته
چي هغوی هم د ميرويس نيکه لمسيان وه


نېټه ٢٠٠٨/١٠/٢٦