امریکایی بې پیلوټه طیارو ۲۰ کسه ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 26th, 2008


فرانس پریس آژانس او د پاکستان نیوز ورځپاڼه خبر ورکوي چی امریکایی جاسوسی الوتکو نن د جنوبی وزیرستان د « واڼه » ښار په شل کیلو مترۍ کی پر یو محل راکټونه وویشتل او لږ تر لږه شل کسان یې ووژل . ویل کیږی چی په وژل سوو کی یو هم د تحریک طالبان پاکستان مشهور قوماندان محمد عمر هم شامل دﺉ . امریکا او پاکستان پدې هکله تر اوسه څه نه دي ویلی . دا په تېرو ۱۰ هفتو کی دوولسمه دغسی حمله ده چی د سی آی اې جاسوسی الوتکی د ډیورنډ تر کرښی آخواته دطالبانو پر کورونو او ځایونو دغسی حملې کوی او څه باندی سل کسه یې تر اوسه وژلي دي . څېړونکي وایی چی اسلا آباد امریکایانو ته اجازه ورکړې ده چی د هېواد پر ځمګنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت باندی تېری وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024