کور / تازه خبرونه / همایون شاه آصفی خوشی کړه سو

همایون شاه آصفی خوشی کړه سو

د اسټرالیا « سنډې ټرټوریل » د کابل څخه خبر ورکړ چی د پخواني پاچا د کورنۍ غړﺉ همایون شاه آصفی چی تېره سه شنبه په کابل کی تښتول سوی و ، امنیتی کسانو راخلاص کړ . د پخواني پاچا لمسي مصطفی ظاهر وویل چی آصفی طالبانو نه بلکی جنایت کارانو تښتولی و . یو امنیتی مسؤل وویل چی تښنونکي هم ټوله نیول سوي دي خو نور تفصیل یې ورنکړ چی آصفی چیری ساتل کېدی او تښتونکي څوک دي . په دې وروستیو کی په کابل کی د پیسو لپاره تښتوني زیاتی سوي دي .