کور / تازه خبرونه / امریکایی هوایی حملې شل امنیتی کسان ووژل

امریکایی هوایی حملې شل امنیتی کسان ووژل

رویټر د غزنی څخه خبر ورکوی چی امریکا په خپلو هوایی حملو سره شل امنیتی کسان ووژل . ویل کیږی چی لومړی د یو سړک جوړونی د یو خصوصی شرکت پر څو پوستو باندی طالبانو حمله وکړه چی د دفاع لپاره هوایی حمله راوغوښتل سوه . امریکایانو هم په اشتباه کی همدغه امنیتی کسان بمباری کړل . تېره اوونۍ امریکایانو په خوست کی هم ۹ پولیس وژلي وو . د رویټر د یو بل خبر له مخی طالبانو نن په کونړ کی د سړک جوړونی د یوې ساختماني کمپنۍ ۱۷ کارګران وتښتول او ویلي یې دي چی دوی به صرف هغه مهال دا یرغمل خوشی کړی که امریکا دا پروژه بنده کړی .