د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د لراوبر اداره | اکتوبر 27th, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د یوې لویدیځې ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې د اتو کلونو بې نتیجې جنګ سره سره امریکا غواړي  افغانستان ته ځانګړي ځواکونه واستوي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې په غزني ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباریو کې د یوه امنیتي شرکت د دوه ویشتو کار کوونکو په ګډون یو شمیر کسان وژل شویدي.

ورځپاڼې پخپله یوه تبصره کې په افغانستان ې د اپیمو د تولید د کمیدو مسله څیړلې او هغه يې یو ښه پرمختګ بللې دې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امن په ګډې جرګې تبصره کړې او هغه يې د ګډې ستونزې د هواري لپاره د  ګډې مبارزې په لور یو ښه ګام بللې دې.

ورځپاڼې ددفاع د وزارت په حواله لیکلي دي چې په باجوړ کې د ملي اردو د سرتیرو د نیولو په باب د پاکستاني جنرال خبره واقعت نلري.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ترورزم د ځپلو لپاره د ولسي جوړښتونو د پیاوړې کولو په اړتیا ټینګار کړې دې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په غټو ټکو کې د همایون شاه اصفي او د عزیزي بانک د مرستیال د زوې چې څه موده مخکې په کابل کې تښتول شوي وو د خوشې کولو خبر خپور کړې دې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې اسلام اباد ته د امن د ګډې جرګې لپاره د افغاني پلاوي سفر ته په اشارې لیکلي دي چې ددوې اساسي بحثونه نن پیلیږي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د امنیتي ستونزو د هواري په برخه کې د کورنیو چارو د نوي وزیر وړتیاوې څیړلي دي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم ټینګار کړې دې چې په افغانستان کې د روان بحران د حل لپاره بنسټیزو بدلونونو ته اړتیا ده.

ورځپاڼې بیا هم په کابل کې د ډي ایچ ایل د دوو بهرنیو کار کوونکو وژلو ته په اشارې لیکلي دي چې ایا پدې حمله کې طالبان ښکیل وو.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ کې د سرادار همایون شاه اصفي د تښتولو او خوشې کولو بشپړ رپورټ خپور کړې دې.

ورځپاڼې د برطانیې د دفاع  د وزیر په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د پوځي لارې برلاسي کیدل نا ممکنه دي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې پدې مسلې تبصره کړې چې ایا د افغانستان  د ملي اردو ځواکونه د باجوړ په جنګ کې ښکیل وو او که څنګه.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې په اسلام اباد کې د امن د وړې جرګګۍ غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې د سولې لپاره هیلې زیاتې شویدي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د برطانیې د دفاع د وزیر دا وینا راغستې چې دوې به د لسیزو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

ورځپاڼې په کابل کې د افغاني غالیو ننداراتون ته په اشارې دا هم لیکلي دي چې افغاني غالیو خپل هویت له لاسه ورکړې دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او د سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د امن ګډه جرګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شتو ستونزو د هواري او د ترورزم به وړاندې د مبارزې د هم کولو لپاره یو طلايي چانس بللې دې.

خو اصلاح بیا په افغانستان کې په نشه يې توکو د روږي کیدو مسله څیړلې او د هغې مخنیوې يې یوه ملي دنده بللې ده.


او د  هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د امن د ګډې جرګې د دوهم پړاو پیل ته په اشارې لیکلي دي دا یوه ناکامه تجربه ده.

په ورځپاڼه کې دا خبر هم خپور شوې چې جنرال دوستم او اکبر باې پخپله کې  روغه وکړه.

او ورځپاڼې په افغانستان کې د جنګ پهخ کلونو کې  د بشري حقوقو د سرغړونې په اړه هم یو تفصیلي رپورټ خپور کړې دې.

Copyright Larawbar 2007-2024