کور / نثر / ظلم د زور زېږنده ده او که د کمزورۍ ؟

ظلم د زور زېږنده ده او که د کمزورۍ ؟

په فضا کې د مرغانو چوڼهار، د ځمکې پر مخ د انسانانو چیغې او کریکې،  په غرو، دښتو او ځنګلو کې د څارویو او ځناورو رمباړې او کوړنجا او همدا رنګه په اوبو کې د کبانو او نهنګانو د شوڼهار ازانګې چې مرګ او ژوبله ورسره مله ده، د ټولو انسانانو زړونه په ټکان او د غوږو پردې یې لړزه ولي. دا کړنه  د ناطق او غیر ناطق حیواناتو عادت او د ژوند یو اړین رکن ګرځېدلې. بې له ځنډ او خنډ نه پرته په پرلپسې توګه تکراريږی، ورځ تر بلې لا پسې توندیږی، چټکیږی او پراخېږی. د همدی بد مرغه عادت له وجی د ځمکې ګوټ ګوټ د خدای (ج) مخلوقاتو یو دبل په وینو سور کړی . قهر، غضب، ویر او ماتم یې د نړۍ پر ښکلی مخ خپور کړی. دوی په دې ډول سره د نورو د  ژوند موده مخکې له وخته لنډه وی او خپله هاغه پرې اوږده وی. دوی پدې اند دی چې بغیر  لدی به ژوند ارام ، هوسا ، ښکلی او خوندور نه وی.

د کایناتو پاچا په خپل بنده ګانو باندی د ښکلي، روغمن وجود سربیره عقل او شعور هم لوره ولي او د ځمکی خلیفه یې ټاکلی. د خپل استازو په وسیله یې پدی خبر کړي چی د سزا او جزا خاوند یوازی  زه یم  هیله او تمه یوازی له مانه وکړی او له مانه وویریږی نه له بل چا. که انسان په ریښتیا سره په پاک ذات عقیدمند او په ځان ډاډ من وی. نو باید هیڅ بنده ته د واک، ځواک اومال لپاره ځان د هغه په انحصار کې ور نکړي. په څښتن  تعالی دې توکل وکړی او د زورورو په شان دې د خپل عقل او شعور په حکمت سترو او لویو ستونزو ته اړم شی پدې نړۍ کې  یوه کمه سلنه حیوانات دی چې د نورو هغو په  پرتله ذهني قوت، فزیکي توانایي (بدنی غټوالي چاغوالي) او زړه ورتیا په لرلو سره په ځانو ډاډمن، مغرور او برلاسه کړی یې دی. زما په ان همدا برتري دوی ته د تېري جرآت ورکوی او د ظالمېدو سبب یې ګرځیدلی. پاتی نورحیوانات د ذهني کمزورتیا، فزېکي ضعف (کوچني ،وړوکي بې وسه بدني جوړښت ) او ډارن  زړه له وجې وېریږي، ځانونه مظلوم ګڼي په همدی وجه د ظلم نښه او ښکار ګرځېدلي دي.    د ‌ذهني او فزیکي توانایې ترڅنګ زړه ورتیا  او مورال هم  د ظلم  په وژلو او زیږه ولو کې پوره اغیز لري هاغه دا چې د پیل بدني سترتوب او فزیکي قوت څوبرابره  تر زمري ډېردی لیکن شعوري کمز ورتیا او ضعیف مورال له زمري بېره ولي د هغه په وړاندی  ځان تابع او مظلوم ګنی. همدا زمری د فطري ځان غوښتنۍ، ځان پالنۍ او غرور له مخې خپل بچی په کوچنېوالې کې وژني، ګمان کوی که لوی شی یقینآَ زما په شان به د جرآت ، مورال او قوت لرونکې وی لومړی حمله به یې  پرما وی زما ظلم به پخپل زور سره مات کړی .   د لیکنې اصلي موخه د ظلم راټوکېدل او مینځته راتلل دی هاغه هم په انساني ټولنه کې. هر انسان باید ځان د عقل په هنداره کې ووینی او د حق په تله کې وتلي او پدې خبره قناعت وکړي چې دې نړۍ ته ټول انسانان په ذ‌هني او فزیکي لحاظ په ډېر کم توپیرسره راغلي او طبیعت په ټولو یو شان لورینه او پېرزوینه کوی. ستوري، سپوږمۍ او لمر یو برابر روښنایې ورکوی، هوا یې یو ډول پخپله نرمه غیږ کې رانغاړی او دماغ یې ورتازه کوی او ځمکه یې هم پخپل پاک ټټر د قدمو هرکلي کوي. پدې نړۍ کې شته معنوي، مادي، فزېکي او اقتصادي قوتونه انسانانو د عقل او شعور څخه د بشپړی استفادی د ډېر فکر، سوچ  کار او زیار په پایله کې ترلاسه کړی. پر هیچا هم داسی هیڅکله ندی شوی چې دا قوتونه دې د واورې او باران غوندی پرې اورېدلي وی یا یې په اوبو کې نیولي وی. اویا د مرخېړي په شان ورته له ځمکې راپورته شوی وی . هر عاقل او بالغ انسان باېد پدې پوه شی چې معنوی قوت په لیک، لوست،په مطالعې اوکوښښ زیاتیږي او فزیکي قوت د لوبو او ورزش په ډېر تمرین او اقتصادي ځواک په ډېر تلاښ، کار، اوزیار.

نو لازمه ده چې د ظلم د مخنوی په خاطر په هر اړخیز ډول ځان غښتلی اوپیاوړی کړی هربنی آدم ،قام او ټولنه چې د خدایې شتمنۍ (عقل اوشعور) د قوت او ځواک په ارزښت پوه ، مغز یې د پوهۍ  په رڼا روښانه کړای ، په حکمت او برکت سره یې د ژوند لوړ معراج ته رسېدلي او هغوی چې پرې ندي پوه شوی د زوال کندې ته لوېدلي . انسان به د طبېعي او بشري ناورینو له وجې زر، ځواک اوټوله شتمني به  له لاسه ورکړي اوډېر خواږه  او نږدې خواخوږي به تری مرور یا ان چې غلیمان به یې  شي .لیکن یوازې پوهه به په هر زمان ،مکان اومهال کې د دژوند تر پایه  ورسره ملګرې او ملاتړې پاتې وی .

د زورورو په وړاندی عاجزۍ، بې وسۍ او د مظلومیت بڼه غوره کول. تابع داري او تسلمي ته پناه وړل، د هغوی د ټولو غوښتنو  منل او مرﺉتوب ته غا ړه ایښوول د خلاصون او نجات لاره نده. ځکه چی د دوی هدف زر راټولول زورمندکېدل او په زور کې تر آبده پاتې کېدل  دی. د دا ډول غوښتنو پوره کول د هیچا په توان کې ندی .دا دېته ورته  کړنه ده لکه چې په موږک کرانه بوره  پټي باندی اوبه ورایله کړی چې بیا د سوړونه بهر اوځي . دسکندر، قیصر ،کسرا،  چنګیز، امپریالیزم، کمونیزم. اوهمدارنګه د افغاني کیڼ او ښي اړخو  هیلې چې دمیلون هاوو انسانانو په وژلواو د لک هاوو په  ټپی کېدو ،معیوبېدو په بې پتۍ او بې عزتۍ او دکلیو، ښارونو ،اوهېوادنو په ورانۍ او ویجاړۍ تمامې شوی  خو بیا هم نه په زر ماړه شوه او نه په زور.


د مظلومیت او حقارت په کړنه مقابل لوری لا ځانونه پیاوړي،غښتلي او قوی ګڼی. تشدت،تېري ا و باداري  ته هڅیږي .غوښتنې او هیلې یې لا پسی ډېریږی . د خپل  له ظالمانه  او د کمزوري له مظلومانه چلند  نه خوند اخلي .ظلم ، استبداد، اوتېري لاپسې پراخیږي ، ډیریږي ،نوی بڼه او څېره خپلوی، څنګه چې د ربانی ،مسعود په واکمنۍ کې د محقق او خلېلي ملیشو د مېرمنو سینې غوڅول  د مړوڼڅاه ، په سروکی میخ ټکوهل او ژوندی انسان اره کولو د عذابو نوی نوښت دود کړ. دادی  امریکایانو  د ابوغریب ، بګرام اوکندهار  په جیلو کې ا نسان په انسان غوټه کونه او بندیان په سپیو خوړنه او د نورور دردونکو عذابو مودرنه رکارډ کیښود . موږ باید له ځانو وپښتو چې ولې افغان ټاټوبی دظلمونو زېږنده ګرځېدلی؟ولې د ډیورند د کرښی په دواړو غاړو په مېشته اوسېدونکو باندی د عذابونو لابراتواري تجروبې عملي کیږي  ؟ ولې موږ د نړۍ د ټولو زورورود ښکار نښه ګرځېدلي یو ؟ ولې پښتانه پخپل کورکې پردي او پخپل واک کې بې واکه دی؟ ولې موږ دغلیمانو د ګټو بلهاري یو ؟ ولې موږ خپل ورونه ،ترونه ،مشران ،پوهان او د سرکسان وژنو او ټول ګټی ودانې کنډواله کوو؟ د دې پوښتنو ځواب  به دا وی چې پدې ګاونډاو سیمه کې چې څوک له معنویت څخه لری اومحرم پاتی دي هاغه مونږ( پښتانه ) یو  .له ذ‌هني قوت څخه مو هیڅ او یا ډېره لږه استفاده کړی . د همدی لامله مو مالي او پوځي ځواک صفر دی. څنګه چې مېږیان د وجود  د کوچنیوالي په خاطر دحیواناتو اوانسانانو ترپښولاندی کېږي همداسی زموږ بې وسي نورو ته جرآت ورکوی چې تېري راباندی وکړي. .تل ظلم په کمزوره شوی ، پرې کېږي او پرې کیږي به.



افغانانوکه په ۱۹مه پېړۍانګرېزان په ۲۰لمه پېړۍ کې روسان مات کړه ،او په ۲۱ مه پېړۍ کې انشاله نژدې ده چې د ې دوهم ځل لپاره انګرېز او ورسره بخت ازمویونکې زبر ځواکه امریکه ماته شی.دا  دپښتني مورال له وجې ده  او بس . ستر او پیاوړي خوشال بابا ۳۵۰ کاله پخوا د پښتنو دا لویه تشه پخپل دې شعر کې په ګوته کړی .  تر مغولوپښتانه په توره ښه دي  که په پوهه پښتانه  وای څه هو ښیار که موږ د مورال په شان له ‌ذهني حکمت څخه هم کار اخستی وای له شکه پرته چې افغانستان به د ظلم په زېږنده ځای نه وه اوښتی .  د خپل د عصر او وخت وتلي فیلسوف علامه سید جمالدین افغان ویلي( ناپوه مه وژنه  ناپوهي ووژنه)


د دې درندې او وزمینې جولې  مانا داده چې له دې انسان څخه د ناپوهۍ صفت ترې لری او د پوهې صفت ورپورې کړه چې د وژلو نه یې دا کړنه اسانه او ډېره ګټوره ده. زما په ان ناپوهي بې وزلي ده او بې وزلي د ټولو ظلمونو زېږنده ده. زه وایم ظالم مه وژنی مظلومیت ووژنی .ځکه هر څوک که زورمن شي  په حقیقت کې د ظلم مخه بنده وی .                 

په پښتني آدب او فلکلورکې ډېرې کیسې او متلونه شته  څه  د دې ګواهي ورکوی چې ظلم دبیوزلي  څخه را ټوکي کیږي د بېلګې په ډول به د ېوې کیسې اوڅو متلو نو په یادونه به بسته وکړم.         په پښتنوکې  مشهوره کیسه ده .وایی یو یتیم هلک چې کله پوخ زلمی شو د غچ په نیت  د پلار د قاتل د لټون په موخه راهي شوی وه. يوه شپه یې د داسی کس  په هوجره کې راغلې وه چې هاغه د ده د پلار قاتل وه او یو له بل سره نه یې پېژندل نوموړی د کټ پر ځای د غوزانو په جوال ویده کېده .ځوان مساپر له کوربه نه وپوښتل ولې په کټ نه بیدیږی دا خو به دې ډه ډه خوږ کړي؟هغه په اندېښمن غږ کې وویل  ما ډېر پخوا کلونه یوکس وژلی دي  اوس د هغه زوی زلمی شوی زما لټون کوی نو ځکه پرغوزانو څملم چې ویده نشم او هاغه مې په خوب کې ګېرنکړي . ځوان د ډېر سوچ نه وروسته له ځان سره داسی پرېکړه وکړه  چې وژنم یې نه ،پدی څه یو درد به یې وی او تېر به شی . دا ښه ده چې د ژوند تر پایه یې هره شېبه مرګ وی د پرون ورځی ظالم د نن ورځی مظلوم ګرځېدلي. په ډېرو ځایو کې به مو دا متلونه اورېدلي او کېداېشی پخپله مو چېری ویلې وی .د غریب ملا په آذآن څوک روژه نه ماتوی .  په ډنګرې (خوارې)غوښی پسی خلکي نښلي .تر څنګ یې داسې هم ویل کېږي بلا په مخ شړهلې ښه ده . کږې خ ولې فولادي سوکان جوړه وی. همدارنګه کله چې زوی  زلمی شی نو مشران د هلک مور او پلار ته وایې اوس هلک  غټ شوی لاس پرې پورته نکړې چې مخ کې مو  ونه دریږي پداسی حال کې چې نه مور او پلار بدلون موندلی اونه هم زوی . یوازې بدلون د هلک په قوت کې راغلې یانې کمزوري یې په زور اوښتی .                                په دې بحث کې د کره او څرګندو بېلګو ،متلونو اوکیسې نه  داسې جوتیږي چې ناپوهي بې وزلي زېږنده ده او بې وزلي د ټولو ظلمونو زېږنده ده.