اتمر صاحب! د کندهار امنيه قوماندان ته اخلاق ورزده کړه!
له هغي ورځي څخه چي د کندهار اوسنى امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله قاطع په دي دنده ګمارل سوى دى په ښار کي امنيتي وضعيت دومره خراب سوى چي په ښار کي دننه ترورونه کيږي او مقامات په رڼا ورځ د ښار په بيلابيلو برخو کي وژل کيږي.
کله چي د خبريال په توګه د ولايت امنيتي مسوول ښاغلي امنيه قوماندان ته زنګ وهو. دومره سپک الفاظ کاروي او دومره بده وضع کوي لکه دا چاودني او ترورونه چي خبريالانو کړي وي. کله وايي: وخت نه لرم، کله وايي بيکاره نه يم، کله ټليفون پورته کړي ږغ نه کوي، کله وايي تاسي بيځايه خلک په عذابوئ، کله وايي زه امنيه قوماندان نه يم، کله خبريالان بيځايه مزاحمان ګڼي…
که څه هم د سفما غړو د فضل الرحمن په مشرۍ د کندهار اوسني والي رحمت الله روفي ته په شکايت ورغلل او په دي اړه يې خبري ورسره وکړې، خو داسي ښکاري چي دي کار کومه خاصه ګټه ونه کړه. امنيه قوماندان له هغه ښو اخلاقو سره پاته سوى دى.
د کورنيو چارو له نوي وزير ښاغلي محمد حنيف اتمر څخه هيله کيږي چي د کندهار اوسني امنيه قوماندان ته اخلاق هم ورزده کړي چي له خبري رسنيو سره څنګه برخورد وکړي او دا د افغانانو حق دى چي له تازه معلوماتو خبر وي. خبريالانو خو له دوى څخه کومه مادي غوښتنه يا تقاضا نه لري چي دوى داسي يو چلند ورسره کوي.
دلته امنيتي مقامات فکر کوي که د مطبوعاتو پر خوله د سکوت مهر ولګوي امنيتي وضعيت به نورو ته ښه ښکاره سي، حال دا چي په تېرو دوو مياشتو کي د دې ولايت ډېر مهم چارواکي، رئيسان، معاونين او نور کسان په رڼا ورځ د ښار په منځ کي ووژل سول، چي بيده امنيتي ارګانونه يې د قاتلينو او عاملينو په نيولو کي پاته راغلي دي.
مرګ دي وي پر هغه چارواکي چي د بيان ازادي يې خپل شعار ګرځولى خو په خپله د بيان د ازادۍ مخنيوى کوي او خبريالان چي د خلکو د خبرولو وظيفه لري، سپکوي.