یو برتانوی پوځی او پنځه پولیس ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 5th, 2008


د برتانیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چی د دوی یو پوځی پرون طالبانو د هلمند په سنګین کی په مخامخ ډزو کی وویشت او ویې وژﺉ . خبر نور تفصیل ور نه کړ . د یو بل خبر له مخی چی فرانس پریس ورکړ ویل کیږی چی پرون د لوګر په مس عینک کی د پولیسو یو موټر پر ماین وخوت او پنځه پولیس پکښی ووژل سول . خبر زیاتوی چی هغوی د تاریخی آبداتو د ساتني په غرض ګزمه کوله چی موټر یې پر ښخ سوي ماین وخوت .

Copyright Larawbar 2007-2024