کور / تازه خبرونه / هسپانیې د عمر بن لادن پناه غوښتنه رد کړه

هسپانیې د عمر بن لادن پناه غوښتنه رد کړه

اسوشیټیډ پریس او فرانس پریس خبر ورکوي چی د هسپانیې حکومت د اسامه بن لادن د زوی عمر بن لادن لخوا پدې هېواد کی سیاسی پناه غوښتنه رد کړه . عمر بن لادن دوې ورځی مخکی د قاهرې څخه مراکش ته د تګ پر لار د مادرید په هوایی ډګر کی پاته سوی او سیاسی پناه یې غوښتې وه . د هسپانیې یو حکومتی مامور وویل چی دﺉ پر هغه شرایطو برابر نه دﺉ چی یو څوک هسپانیې ته داخلیږی . دغه مامور زیاته کړه چی موږ بیا هم د ملګرو ملتونو د کډوالو د څانګی سپارښتنه و غوښته مګر هغوی موافقه و نه کړه نو ځکه عمر بن لادن باید په ۲۴ ساعتو کی ووزی . د ده سره خپله ۵۲ کلنه برتانوۍ مېرمن هم ملګرې ده .