کور / شعر / تنظي شعر

تنظي شعر

دسورليوه په شاوخواکې به ليوان ګرځي
دټولوسترګې سرې دي ګاونډی که يي خپلوان ګرځي
توره په لاس ټوپک په غاړه بد کاران ګرځي
په هر کوڅه کې به دوې واړه بد ماشان ګرځي
زامنويي لوټ پردي ناموس کړو
پلاريي مجلس کې دسنا ياپارلمان ګرځي
څوک يي راګير څوک يي بندي کړو
ددی د پلار سره غټ سر باډيګاردان ګرځي
څوک به تحقيق څوک به څارنه وکړي
چې په وطن کې دا غټ جيب څارنوالان ګرځي
قضا يي بيرته کړ روخصت ډير پری وکړ شفقت
زمونږ قضا کې بيرو کرات څارنوالان ګرځي
ډير مزې وکړل ليوان ډير ميلې وکړل ليوان
دغه ښه وخت دی بيچاره غرڅه حيران ګرځي
دبی خبرۍ دوره دی د ګډوډی دوره دی
هر يو خائين په دی وطن کې په امان ګرځي
دفاکولتی نه فاروغ شوي کچالان خرڅوي
څو بيسوادي را ټول شوي ريسان ګرځي
چې په وطن باندې يي زړه خوږيږي اوهم په کارپوهيږي
هغوې ځاې نشته دفترو کې واسطه دارن ګرځي
چې مسوليت لري احساس نه لري
زمونږ اوردو کې داسی لوې لوې افسران ګرځي
ای بشر ياره زړه دی مه خوره صرف پيغام ور ليګه
افغان وطن کې قلم دار تاريخ دانان ګرځي
يو څو ليوان ګرځي په شاوخوا کې
په هر کوڅه کې به دوې واړه بد ماشان ګرځي
توره په لاس ټوپک په غاړه بد کاران ګرځي