امریکایی سفیر : افغانستان د اوباما مرکزي توجه ده

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 6th, 2008


د پاکستان ډیلی ټایمز ورځپاڼه نن لیکی چی په کابل کی امریکایی سفیر ویلیم وډ وویل چی افغانستان د بارک اوباما د بهرنۍ تګلاری زړه تشکیلوی او هغه به دغه جګړه ځپلي هېواد ته ډېره پاملرنه وکړی . سفیر وویل چی : زه هیله من یم څنګه چی سناتور اوباما د خپلی انتخاباتی مبارزې پر مهال افغانستان ته راغلی و ، نو دا هېواد به د ولسمشر اوباما د بهرنۍ تګلاری مرکزی نقطه هم وی . ده پیش بینی وکړه چی د افغانستان او پاکستان تر منځ به د اړیکو د سمون لپاره رغنده نوښتونه هم وسی . د یو بل خبر له مخی چی سی ان ان خپور کړ ویل کیږی چی امریکایی الوتکو نن د بادغیس په غورماچ ولسوالۍ کی اووه ملکی افغانان ووژل . خبر د ولایت د مرستیال عبدالغنی صبوری له قوله وایی چی د طالبانو او ناټو تر منځ تر درې ساعته جنګ وروسته دا بم وري وسوه او څه باندی اووه ملکی کسان یې ووژل . د یو بل خبر له مخی چی قنقوس آژانس ورکړی ، ویل کیږی چی د بدخشان والی منشی عبدالمجید د یوې بمی حملې څخه چی پر سړک ورته ایښودل سوی و ، ژوندی بچ سو خو یو ملکی نفر پکښی ووژل سو . والی د بهارک د ولسوالۍ څخه فیض آباد ته روان و چی دا چاودته پرې وسوه . د ده دوه ساتونکي لږ زخمیان سوي دي خو ده ته څه زیان نه دﺉ رسېدلی .

Copyright Larawbar 2007-2024