د مباره کۍ پېغام او چارواکو ته اړينه ارزونه 

د لراوبر اداره | نوومبر 8th, 2008


د کابل د نړېوال هوايي ډګر د نوي ترمينل د پرانستلو په وياړ ټول افغان ملت ته مباره کۍ وړاندې کوم،او هيله مند يم چې دا د رغونې لړۍ په همدې ډول په چټکۍ اوبيړې روانه وي٠

د يادونې وړ ده چې د دې نوي ترمينل د پيک په سر په انګريزي او دري ژبو ليکنې (Kabul International Airport )،او (میدان هوايي بين المللي کابل) مې تر سترګو شوې ،ولې د ملت د قاطع اکثریت د ژبې (پښتو) هېڅ ډول نښې نښانې پکښې نه ليدل کېدې ، سمدلاسه مې په هرات ولايت کې د ايران د جنرال قونسل هغه څرګندونې را يادې شوې چې ويئلي يې وه (پدې لمانځنه کې چې د دري ژبي شاعر عبدالله رودکي د تلين په وياړ ده، بايد په پښتو ژبه مقالې نوئ ويل شوئ ).

زه فکر کوم چې د ترمينل په پرانستلو کې د ايران سفير هم ګډون درلود؟٠داچې کرزي او يا کوم بل چارواکي دې مهم ټکي ته پاملرنه ونه کړه او د اساسي قانون دې اصل باندې سترګې پټې کړلې چې پښتو او دري ژبې دواړه د هېواد رسمي ژبې دي ،او پښتو چې د ملت د قاطع اکثريت ژبه ده د اساسي قانون په رڼا کې په دولتي چوکاټ کې د لمړيتوب حق خو لا څه چې اوس يې د ورکېدو په اړه په لوړه سطحه هلې ځلې روانې دي٠

پدې اړه غواړم چې د هېواد والو پاملرنه لاندې ټکو ته را وګرځوم چې د ايران د فرهنګي ښکيلاک ښکاره څرګندونې دي٠

١-کله چې د اساسي قانون د جوړلو په لويه جرګه کې د هېواد په سيمه ايزو ژبو باندې د ګډونوالو خبرې روانې وې،نو د ايران سفير په کابل کې کرزي ته توسعۀ کوي چې د سيمه ايزو ژبو د مسلې څخه تېر شي او د هغه پخواني قانون په اساس دې د ژبو مسله حل وفصل شي٠(د دري ژبې د نفوذ په ساحه کې چې زمونږ د هېواد نور واړه قومونه او ژبې وييل کېږي،بايد هغه پخوانۍ اصل چې دري ژبه هلته لکه پخوا و وېېل شي)٠

٢_په هرات کې د ايران د جنرال قونسل په ښکاره امر کونه چې پښتو ژبه مه کاروۍ٠

٣_د ايراني فارسي ژبې ښکاره او بربنډه کارونه په افغاني رسنيؤ لکه تلويزيون ، راډيو او ورځپاڼو کې٠

٤_په مزارشريف کې د پوهنتون د لوحې د ښکته کولو ، او پر ځای يې د دانشګاه د لوحې پورته کول.

٥_په دولتي او ملکي غوڼډو کې د لوحو په سرليک کې د پښتو ژبې نشتوالۍ او يا د دري ژبې د لوحې يا د سطر لاندې ليکنه٠

٦_د دريؤ فارسي ژبو هېوادو د ګډ تلويزيوني چېنل يا پروګرام جوړونه ٠ په داسې حال کې چې افغانستان يؤ فارسي ژبۍ هېواد ندۍ٠

٧_ په ولسي جرګه کې د لوحو د ليکلو په سر د وکيلانو ناندرې٠

ايرانيان خو ښاغلي کرزي ته د (کرزای) خطاب کوي، خو زه ورته د کاڼه او وړانده په ويلو، په ټولو پښتنو غږ کوم او وايم چې ای پښتنو ٠

کابل نړيوال ډګر

ميدان هوايي بين المللي کابل

 Kabul International Airport

که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
سره يؤ شۍ ، شئ يؤ موټۍ د پنجو


که په کار وۍ که په ښار وۍ که په کور که په باڼدو
پښتو واېېئ ،پښتو ليکۍ پښتو وکړۍ د نيکو

مورنۍ ژبه کړۍ خپله مکړۍ تاسې د پردو
که نه درومي درنه لاړو جوړ وطن مو د پلرو

د کلتور او دفرهنګ مو تلل مه کړئ په پېسو
د مور ژبه هېره نکړۍ چې څای راشي د روپو

چې پېښې کاندي د نورو خپلې هېرې شي درنو
شي را يادې ماته پېښې ،بيا د زرکو د کارغو

ګيله مند زه د بل نه يم ،هر څه ورک کړل خپل بچو
ونې تبر ته اسره کړه لاستۍ زما يې د شاخو

د حامد چې اوښکې تړمې ، ټړمې څاڅي
د اوښانو د کارون رسۍ تر څو تړۍ په خرو

ما ځولۍ درته نيولې د مور ژبې خېر د غواړم
ګوندې وکوي اغېزه په دا بعضې لېونو

 د ٢٠٠٨ کال د نوامبر د مياشتې ٦مه


 

Copyright Larawbar 2007-2024