یوې ښځی د درو مړو سره ژوند کاوه
رویټر د امریکا د شیکاګو څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی یوه بوډۍ د خپلو درو اولادنو د جسدونو سره ( چی د دوو یې یوازی هډوکي پاته وو ، او د درېیم جسد ډېر خراب سوﺉ و ) یو ځای اوسېدله . د دغو درو څخه یو یې ۲۰ کاله پخوا او بل یې په ۲۰۰۳ کی او درېیم یې هم په تېره مې کی مړ سوی و . دا درې جسدونه د کور به بېلابېلو برخو کی په روجایی ګانو کی پراته وو . مسؤلینو دغه بوډۍ چی تر ۹۰ کالو اوښتې ده ، روغتیایی مرکز ته بوتله . دا پېښه پرون د شیکاګو په ایونسټن کی کشف سوه او تحقیقات پیل سول .