د ولسمشر حامدکرزي له تائيد وروسته ۳ تنه اعدام سول
راپور : پژواک خبري اژانس
عکسونه : لراوبر
يوې معتبرې دولتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط دلړم په ١٨مه، پژواک خبري آژانس ته وويل چې دغه درې تنه چې په جنايي جرمونو ککړ وو، د سترې محکمې لخوا ورته داعدام سزا غوښتل شوې وه ، چې د ولسمشرله تائيد وروسته تېره شپه اعدام شول .
په اعدام شويو کسانو کې د ملي سوداګر حفيظ الله ځدراڼ وژونکى احمد جهش دمحمد صادق زوى دکابل ولايت اوسېدونکى او عبد الشکيب دعبدالبشير زوى، چې د جواد په نوم ١٦کلن ماشوم يې تښتولى او بيايې وژلى و اودرېيم تن دجوزجان ولايت اوسېدونکى نورالله دغلام رسول زوى، چې په اته کلن ماشوم يې جنسي تېرى کړى و او بيا يې وژلى و، شامل دي
د عدليې وزارت د زندانونو لوى رييس ډګرجنرال اميرمحمد جمشيدي هم په څرخې پله کې د اعدام د سزا د تطبيق پخلى وکړ، خو په دې اړه يې د زياتو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه وکړه .
تېره اونۍ د سترې محکمې دعالي شورا غړي بهاوالدين بها په يوې خبري ناسته کې ويلي و چې نږدې ١٣٠ تنه ، چې د اعدام په سزا د محکمې لخوا محکوم شوي ، د ولسمشر تائيد ته منتظر دي .