کور / تازه خبرونه / غور : ولسوال ووژل سو

غور : ولسوال ووژل سو

فرانس پریس آژانس خبر ورکوی چی د غور ولایت د تیواره ولسوال پرون هغه مهال ووژل سو چی د ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته روان و . د ده ډریور زخمی سوی دﺉ . د یو بل خبر له مخی د انتخاباتی کمیسیون دوه کارمندان پرون په وردک ولایت کی وتښتول سول . د هغوی سره په زرګونو د رایو سپینی فورمې او نور سامان وو . طالبانو اسنادو ته اور واچاوه او هغوی دواړه یې ورسره بوتلل .