کور / علمي / دافغانستان يوازينى مجاهد/دکتاب مخ کتنه

دافغانستان يوازينى مجاهد/دکتاب مخ کتنه

دافغانستان يوازينى مجاهد د پېښور د سيمې د يو ديني عالم ارواښاد مولانا راحت ګل په اړوندپه اردو ژبه د ليکل شوي يو کتاب  نوم دى چې د مخ کتنې غونډه يې د پېښور په پرېس کلب کې وشوه .مولانا راحت ګل چې د پېښور په راحت اباد کې يې ديوې لويې مدرسې بنسټ ايښى و، د افغان جهاد پر مهال يې د جهادي مشرانو سره نږدې اړيکې درلودلې او پخپله هم د روسيې ځواکونو پرضد په افغانستان کې جنګيدلى دى .په کتاب کې د نوموړي مولانا په اړونداو د افغانستان د جهاد په اړوند مستند معلومات ځاى پر ځاى شوي دي .




د کتاب د مخ کتنې غونډې ته مولانا سناتور ګل نصيب خان ،مولانا جليل جان ،د کتاب مولف مولانا سيدالعارفين اود سيمي پيژندل شوي ليکوال او کارپوه پريشان خټک ويناوې وکړې .وينا والو په خپلو ويناووکې دافغانستان جهاد، د پاکستان او ډېرو نورو هيوادونو لپاره يو ژغورونکى ګام وباله ، ددوى په اند که هغه مهال په افغانستان کې د شوروي لښکرو مخه نيول شوې نه واى نو هغوى يوازې په افغانستان بسنه نه کوله د ډېرو نورو هيوادونو دلاندې کولو هوډ يې لرلو .
دکتاب ليکوال او د مولانا راحت ګل زوى مولانا سيدالعارفين  چې دپېښور په راحت اباد کې د اسلامي علومو د مرکزمهتمم يا مسئول هم دى   وويل چې دامهال په افغانستان کې د مخالفو سره چې د جرګه ګۍ د غوښتنو په اساس د مذاکراتوخبره کيږي دوى يې ننګه کوي .




 



مولانا سيدالعارفين وايي دوى پخپله ددواړو لوريو تر منځ د جرګه کيدو ليواله دي ، او دوى د جنګيدونکو ډلو په منځ کې د خپل نفوس په استعمالولو د شخړې په هوارۍ کې خپل رول لوبولى شي .
پروفيسر پريشان خټک هم وايي چې د امن د پاکستان د غاړې مشر اويس احمد غني او د هغه افغان انډول ډاکټر عبدالله بايد داسې لس کسان د مخالفو سره د خبرو د پاره وټاکي چې ديني عالمان اود مخالف لوري د باور وړ وي .
مولانا راحت ګل دافغان جهاد دبري نه پس کله چې د جهادي ډلو ترمنځ اختلافات پيدا شول ډېر ځلي د جرګه مار او د منځه ګړي رول لوبولى دى او هم يې دمجاهدينو ا وطالبانو ترمنځ د سولې هڅې کړي دي ، د ځينو په اند اوس هم دهغه د زوى له خوا دا اعلان چې د سولې  په پروسه کې دافغانستان او پاکستان د حکومتونو سره مرسته کوي مثبتې پايلي مخې ته رلوړلى شي .




 

تبصره نسته

  1. نوش جان چې د رحمت ګل، مولانا فضل رحمن او ……………غوندې ستر ستر منافقين لرئ، د افغانانو په سپر كولو سره خپل مالونه، اولادونه، خاوره، خپلواكي او نور ساتۍ. افسوس او سل افسوس چې زموږ د خوبوليو او نوكرو ملايانو په ذريعه مو ولس يرغمل كړى او افغان ولس يې دېته اړ كړى چې د پنجاب د خپلواكۍ له پاره خپله خپلواكي په خطر كې واچوي او د خپلو اولادونو په قربانيو سره ستاسو د مال، خاورې او عيال دفاع او ساتنه وكړي. چرت مه خرابوئ كه په موږ كې د ملاعمر، ……….. او حكمتيار په شان ملايان ژوندي وي له امريكې نه به مو هم خلاص كړي، د دغه هدف له پاره يې خو تر اوسه د 40 زرو پښتنو سرونه در قربان كړي او معلومه نه ده چې نور به څومره قربانوي.
    نوش جان او زر وارې نوش جان چې تاسې ويښ ولس او لكه داسې منافق ملايان لرئ او موږ يوازې ډر حوالداران او مړ ولس لرو.