کور / تازه خبرونه / پکتياوال زه يوافغان بجى يم اوپه خپل هيوادکې به يم

پکتياوال زه يوافغان بجى يم اوپه خپل هيوادکې به يم

دکابل د امنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو دڅيړنو مدير جنرال عليشاه پکتياوال له رسنيوسره په خپلوخبروکې ويلي چې يو شمير مافيايي بانډونه د ده د بدنامولو هڅې کوي.
پکتياوال زياته کړې چې : ((د ځينو کړيو لخوا په ما پسې ليکل شويدي چې عليشاه پکتياوال هيواد پريښى او بهرته تښتيدلى دى.))
ده ددغو څرګندونو په غبرګون کې وويل چې که په خپل هيواد کې دجنايتکارانو پروړاندې روانه جگړه کې ټوټه، ټوټه هم شم خو و به نه تښتم.
دپکتياوال په خبره  چې په وطن کې دسولې او امنيت دټينګښت لپاره به دمرګ تر وروستۍ سلګۍ پورې کار کوي.
ده دا هم وويل ديوه افغان بچي په توګه خپل دنده بولي چې مافيايي باندونه ونيسي او د قانون منگولو ته يې وسپاري.
پکتياوال وايي هغه مافيايي باندونه چې دى يې دنيولو هڅه کوي پده پسې پراخه تبليغاتي کمپاين په لاره اچولى دى او پدې توګه غواړي د ده بدنامولو هڅې وکړي.
ده د بيلګې په ډول دفايننشل ټايمز ورځپاڼې لخوا خپور شوى مطلب چې هغه کې ويل شوي ؤ ((پکتياوال په بهر کې پانګونه کړې او مافيايي باندونو سره لاس لري)) ياد کړل.
پکتياوال په ډاګه کړه چې دى به هيڅکله هم خپل هيواد پرې نږدي، او نه به په هيواد کې هغه مافيايي کړۍ چې له جنايت کوونکو څخه ملاتړ کوي په نيولو کې به خپلې هڅې ونه سپموي.
پکتياوال همدا راز دځينو رسنيو لخوا خپور شوى هغه مطلب په کلکه رد کړ چې ويل شوي ؤ د عليشاه پکتياوال دفتر د نظامي څارنوالۍ لخوا پلټل شوى او له ده څخه هم پوښتنې او گرويگنې شوې دي. 
د جنايي جرمونو دڅيړنو مدير وويل چې دده دفتر نه چا پلټلى او نه هم پدې برخه کې کومه ستونزه شته .
دى وايي:((زه دخپل کار په دفتر کې يم او هره ورځ خپلې دندې ته ځم. ))
ده د هغې پوښتنې په ځواب کې چې څه موده وړاندې خپل دفتر ته نه راتللو وويل:((په هغه ترهګريز بريد کې چې دکمپنۍ په سيمه کې پرما وشو په سرباندې سخت ټپي شوم چې له امله يې د سر په دننه کې خونريزي رامنځته شوې وه او عملياتو ته يې اړتيا لرله له همدې کبله هند ته لاړمه.))
د ده په خبره دسر دغه عمليات ډير ستونزمن او سخت ځکه ؤ چې دسر کوپړۍ يې دعملياتو پر مهال ليرې شوې او پنځويشت کوکه يې خوړلي دي.
دى وايي چې د ملت ددعا په برکت له دغو عملياتو څخه روغ رمټ وتلى دى.