بې پیلوټه طیارې ۱۲ کسان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 14th, 2008


بی بی سی او رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی نن دوو امریکایی پې پیلوټه الوتکو په شمالی وزیرستان کی پر یو کور درې راکټونه ګوزار کړل چی له امله یې ۱۲ کسان ووژل او ګڼ شمېر نور زخمیان سوي دي خو یو بل خبر د وژل سوو شمېر ۹ کسان بولی . یو امنیتی مسؤل وویل چی دا د محلی طالبانو ځای و چی د ده په وینا دوه – درې بهرنی جنګیالي هم پکښی اوسېدل . پاکستان او امریکا هیڅ غبرګون نه دﺉ ښودلی . امریکا په دې وروستیو کی په قبایلی سیمو کی خپلو راکټی حملو ته زور ورکړی چی څه نا څه ۱۵۰ کسان یې په دې دوو میاشتو کی وژلی دي .

Copyright Larawbar 2007-2024