غزل
ددې وطن ښایستې میني په پېسو لګوي
اور دي پرې ولګي چي اور مو په جذبو لګوي
زموږ د میني مخنیوی به بدخواهان ونه کړي
اخر به ستړي شي تورونه به تر څو لګوي
اوس د نیکریزو سوداګر زموږ له کلي وځي
اوس په اختر کي پېغلي ویني پر لاسو لګوي
داسي به نه باسي له یاده دغه توري خاوري
کله چکر به جانان هم ددې کوڅو لګوي
نهر نهر مونځ ګذاران یې ټول له لوږي مړه شول
خو دولتونه زرداران پر جوماتو لګوي
ددغه ښار پېغلو په تشو سینو پرېښوولو
ددغه ښار پېغلي ډاکې راله په زړو لګوي