امریکایی بې پیلوټه طیارې څلور کسه ووژل
رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی امریکایی بې پیلوټه الوتکو نن د شمالی وزیرستان میرعلی ته نږدې په علی خیلو کی پر یو کور په راکټی حمله سره څلور کسان ووژل . دا تازه حمله په داسی حال کی کیږی چی پاکستان په خبرو کی هغه غندی خو په اصل کی ټوله نقشه ورکوی . پرون د پنجاب په مظفرګړ کی د پاکستانی پوځ لخوا د بې پیلوټه طیارو د ویشتلو تمرینات وسول تر څو په آینده کی د دغسی حملو مخنیوی وکړی . خو څیړونکي معتقد دي چی دا د عوامی خښم د ارامولو تاکتیکونه دي .