تر انتخاباتو پوری به ۲۰۰۰۰ امریکایی پوځیان راسی

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 22nd, 2008


رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی پنتاګون غواړی چی د افغانستان تر ولسمشریزه انتخاباتو پوری شل زره نور امریکایی پوځیان هم راولیږی تر څو هغوی درې عمده مأموریتونه اجرا کړی : لومړی ، د انتخاباتو د بهیر ساتنه وکړی ، دوهم : پر طالبانو سختی حملې وکړی ، او درېیم : د افغانستان ختیځی او جنوبی پولي کنټرول کړی . د دفاع وزیر رابرټ ګېټس وویل چی دا ټول پوځیان باید په ۱۲ الی ۱۸ میاشتو کی رارسېدلي وی . ده وویل چی د افغانستان د جنوب لپاره نوې ستراتیژی جوړېدونکې ده چی هغه به پوځی عملیات او ملکی خدمات سره پیوند کړی . مبصرین معتقد دي چی د بارک اوباما اداره ښایی رابرټ ګېټس بیرته د دفاع د وزیر په توګه پر خپل مقام پریږدی تر څو د بوش میراث ته نوی رنګ او نوی چوکاټ ورکړی .

Copyright Larawbar 2007-2024