کور / تازه خبرونه / بارک اوباما د ټاکل کیدو سره نړۍ د بدلون په لور په یون کیدو ده – ولسمشر زرداري

بارک اوباما د ټاکل کیدو سره نړۍ د بدلون په لور په یون کیدو ده – ولسمشر زرداري

دپاکستان ولسمشر ښاغلي آصف علي زرداري ویلي دي چې د متحده ایالتو د پاره د بارک اوباما دنوي ولسمشر په ټاکل کیدو سره نړۍ د بدلون لور ته روانه ده.د جمعې په شپه کراچۍ وزیر اعلی هاوس کې چارواکو ته وینا په مهال ښاغلي زرداري زیاته کړه چې ترهګري بهرني هیوادپه لابراتوار کې پنځول شوې او په مونږ ددې لپاره راتپل شوې ده چې د یو سُپر پاور سره مو واچوي .خو ددې ناسور جوړونکو ددې د درملنې دپاره هیڅ سوچ نه وو کړې .او اوس دا ناسور یوه ستره بلا جوړه شوې ده .هغه وویل چې د پیپلزګوند د رژیم په راپرزولو کې تل د پاکستان د هغو ښي اړخو ګوندونو لاس وي کوم چې ددې بلا پرورش کوي.
ښاغلي زرداري په خپلو خبرو کې وویل چې په قومونو ازمیښتونه راځي او دا وخت زمونږ د ازمایښت وخت دی،مونږ د اقتصادي ترهګرۍ سره مخ یو.هغه دا هم وویل چې په قبایلي سېمو کې د روانو حالاتو څخه که یو لور ته ځاني ،مالي او نفسیاتي زیان اوړي نو بل لور ته تجارت او سوداګرۍ ته د اوړیدلي زیان تحمینا نزدې ۵۰۰ میلونه ډالره ده .