کور / کتابتون - ساينس او تخنيک / کتابتون : [د التراسونډ طبي کارول] د ډاګټر سلطانزي ځدران اثر

کتابتون : [د التراسونډ طبي کارول] د ډاګټر سلطانزي ځدران اثر


 لومړنۍ خبري
 د ډيرو ګلونو راهيسي پخپله مورنۍ ژبه پښتو د کتابونو ليکل او له علمي پلوه د پښتون قوم اوددې ملي او تاريخي لرغوني ژبي بډای کول زما يو  ډېر پخوانی ارمان او هيله وه؛ چي د کوچنيوالي څخه تل راسره ملګري وو.


نن ورځ چي د کمپيوټرپوهنه، طبيعي علوم او د ساينس هر اړخيزه ټکنالوژي دومره پرمخ تللې ده؛ چي د کتابونو ليکل د پخوا په پرتله ډېر اسان شوي دي؛ نو زما هغه پخوانی ارمان هم ورسره سم سرته رسيږي.


ډاګټر نظرمحمدسلطانزي ځدرانددې دپاره چي د پوهنتون په کچه د افغان ځوان نسل وکولائ سي زما د لکچر نوټونو څخه لکه : فزيک، رياضي، راډيولوژي، راډيوتيراپي او طبعي فزيک په ځانګو کښي په افغانستان او ټوله نړۍ کښي هر وخت ګټه تر لاسه کولای شي؛ نو ددغي موخي لپاره مو د انټرنيټي اسانتيا له ګټي اخيستلو سره يوه ځانګړې پاڼه هم جوړه کړې ده:


sultansei.de


 دا يو څرګند حقيقت دئ چي د انسانو په ټول تاريخ کښي درمل پوهنه تر هرڅه ډېر اهميت درلودی  او هم يې لري؛ دا ځکه چي پوهنه او روغتيا د يوبل سره سم سيخ تړاو لري لکه چي يو متل وايي :


[عقل سالم دربدن سالم است]، نن ورځ چي ساينس او ټکتلوطي د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړئ دئ نو د هغې سره سم د طب په څانګه کښي هم د ناروغيو په پېژندنه او درملنه کښي نوي کړنلاري او تخنيکي آلې منځ ته راغلي دي .


څرنګه چي په هيواد کښي په پښتو ژبه د طب په څانګو کښي په لوړه پوهه کچه لا تراوسه هم ډېر لږ کتابونه ليکل شوي دي؛ ددې کتاب ليکوالانو خپله ملي او اسلامي دنده وګڼله چي نوموړي نيمګړتياوي په پام کښي ونيسي او تر خپله وسه يې پوره کړئ، دغه کتاب د طب پوهنځۍ استازانو او د هغو زده کوونکو لپاره چي په لوړو سيميسټرونو کښي په زده کړه بوخت دي او يا په نوموړي څانګه کښي تخصص کوي؛ خورا ګټور دئ 


څه ساده دئ دا پښتون چي تربګني کا
زه د زړه ويني په څښم دی دښمني کا


خلګو لاندي تر پښو ستوري و سپوږمۍ کړه
دی لا دوو ميږو ته ناست دئ او شپني کا


د اتوم او طبي فزيک متخصص ډاګټر نظرمحمدسلطانزي ځدران  او د راديولوژيکي څانګي متخصص ډاګټر غازي محمد سلطانزي ځدران


د جرمني ښار – اګست ۲۰۰۷ زېزديز کال


 










د الترا 
سونډ

 طبي کارول 


ليکوالان :


پوهنوال ډاګټر نظرمحمدسلطانزي ځدران
ډاګټر غازي محمد سلطانزي ځدران

 


د کتاب پېژندنه :


ددې كتاب دچاپ حق د ليكوالانو سره خوندي دئ

دكتاب نوم : د التراسونډ طبي کارول
ليكوالان : ډاګټر نظرمحمدسلطانزي ځدران او ډاګټر غازي محمد سلطانزي ځدران
کمپوزاو ډيزاين : ډاګټر غازي محمد سلطانزي ځدران
د چاپ وار : لومړی ځل
د ليکوال  ويبپاڼه  :  http://www.sultansei.de
انلاين چاري : مختار احمد احسان – لر اوبر افغانستان  http://www.larawbar.com


د لراوبر افغانستان نښلونکی






د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ     size = 19.4 MB   ~  وزن = ۱۹.۴  مېګا بايټه 


د کتاب د ډاونلوډ* لپاره دلته کليک وکړئ   size = 18 MB   ~  وزن = ۱۸  مېګا بايټه 


 


 يادونه ::: د کتاب پانګه د pdf  په بڼه ده، که اړوند پروګرام نلرئ دلته يې کښته کړئ !



  • Download*


  1.  د ډانلوډ دپاره پر لينک راسته کليک وکړئ .
  2. په مينو کښي د[save target as…] دريم لېنک ووهئ .
  3. په خپل کمپيوټر کښي ځای ورته وټاکئ او بيا د save بټن ووهئ !